د لاس رسي وړ اتصالات

کاندیدان وایي د انتخاباتي مبارزو نه خوښ دي


د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې د چارشنبې په ورځ پای ته ورسیدې. کاندیدان خوښ دي چې په مبازرو کې اخلاقي او حقوقي مسایل په پام کې نیول شوی وو.

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره کاندیدانو ته شاوخوا دوه میاشتې وخت ورکړل شوی ؤ چې د خپلو پروګرامونو او پلانونو په اړه ولس ته معلومات ورکړي. تر څو هغوي پدې قانع کړي چې د رایې حقدار یې همدوي دي.

خو داسې رپوټونه هم راغلل چې پدغو هلو ځلو کې یو شیمر کاندیدانو د انتخاباتو د قوانینو نه سرغړوانې وکړلې چې د انتخاباتو د خپلواک کمسیسون لخوا جریمه هم شول.

د دولتي امکاناتو نه ګټه اخیستل ، په ځینو ولایتونو کې خلک په زور دیته مجبوره کول چې د کاندیدانو انتخاباتي مبارزو ته راشي، دوه هغه مهمې پیښې وې چې د انتخاباتو په اړه یې د خلکو لیوالتیا یو څه کمرنګه کړه.

د هیواد عمومي امنتیي وضعیت، د انتخاباتو په مرکزي او ساحوي دفترونو د وسله والو بریدونه او په ځینو ولایتونو کې پخپله په کاندیدانو او یا د هغوي په کمپاینرانو باندې وسله وال بریدونه هم ددې سبب شول چې انتخاباتي مبارزې یوڅه بې خوندي تیرې شي.

پخپله کاندیدان هم دا مني چې د امنیتي دلایلو په خاطر هغوي ونشو کړای چې د هیواد په لیرو پرتو سیمو کې خلک د خپلو پروګرامونو او پلانونو نه خبر کړي او دا کار ښایي د دې سبب شي چې د دغو سیمو خلک په انتخاباتو برخه هم وانخلي.

په ټولیزه توګه د جمهوري ریاست کاندیدان د خپلو انتخاباتي هلو ځلو نه خوښ ښکاري. د هغوي پر وینا " ټولو کاندیدانو خپلې مبارزې د اخلاقي او حقوقي مسایلو په پام کې نیولو سره تیرې کړلې."

په کابل کې د آشنا رادیو همکار نصیر فیاض وایي: " سره لدې چې د وسله والو ډلو لخوا افغان ولس، د جمهوري ریاست کاندیدانو او د انتخاباتو کارکوونکو ته ګواښ شوی وو خو بیا هم خلکو په انتخاباتي مبارزو کې خپل قوي هوډ څرګند کړ او په دومره زیاته اندازه یې پدې مبارزو کې برخه واخیسته چې ټول ورته ګوته په خوله دي. "

کاندیدان وایي د هیواد مطبوعاتو هم د هغوي سره پدې برخې کې د پام وړ او مهم رول ادا کړ.
د ډاکټر زلمي رسول د انتخاباتي مبارزې د ټیم یو غړی اجمل بلوچزاده وایي " افغان ولس یو ځل بیا نړۍ ته وښوده چې هغوي په هیواد کې د دیموکراسۍ غښتلي کیدو ته لیواله دي، هغوي د ګواښونو پرواه ونکړه او په هر ځای کې چې ترې وغوښتل شول، راغلل او د کاندیدانو خبرې یې واوریدې. "

د ښاغلي بلوچزاده پر وینا " په انتخاباتي مبارزو کې د کاندیدانو د ویناګانو نه دا معلومه شوه چې په افغانانو کې د استدلال، دیموکراسۍ، د بیان آزادۍ او فکر آزادي اصل غښتلی شویدی او دا یو ښه پیل دی. "

په عین حال کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزو د ټیم غړي فضل رحمان اوریا افغان امنیتي ځواکونه، د انتخاباتو اړوند کمیسونونه او رسنۍ وستایلې چې د هغوي په قول " خپل رسالت او مسؤلیت یې په سمه توګه ادا کړ. "

په انتخاباتو کې احتمالي درغلي او د یو شمیر ډلو لخوا د انتخاباتو کم ارزښته ښودل هغه څه دي خلک یې یو څه په فکر کې اچولي خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي مبارزو د ټیم غړی عباس نویان وایي " یوازې د ولس رایه ده چې د هیواد راتلونکی به ټاکي، مونږ به هیچا ته دا فرصت ورنکړو چې رایې پټې کړي او د درغلیو له لارې د جمهوري ریاست ماڼۍ ته لار پیدا کړي. "
ښاغلي نویان وایي : " د ډاکټر زلمي رسول ټیم دیته ملا تړلې چې په انتخاباتو کې درغلي وکړي، د دولتي امکاناتو نه ګټه اخلي او په خلکو کې یې داسې آوازې ګډې کړیدي چې انتخابات ګټه نلري او ګټونکی زلمی رسول دی. "

په عین حال کې فضل رحمان اوریا بیا وایي چې " د شفافو او رڼو انتخاباتو د کیدو لپاره به پوره کوښښ کوي." اوریا وایي " افغان ولس اوس بیداره شویدی او څوک به دیته نه پریږدي چې د هغوي رایې پټې کړې. مونږ به د یوه سیاسي ګوند په صفت په هر مرکز کې شاوخوا څلویښت زره نازرین ولرو او یواوزې د شفافو انتخاباتو نتیجې مونږ ته د منلو وړ دي. "

سره لدې چې د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمیسیون د ډاکټر زلمي رسول ټیم د ځینو سرغړاونو په خاطر دوه سوه زره افغانۍ جریمه کړی هم دی خو د دې ټیم یو غړی اجمل بلوچزاده وایي " په مونږ باندې د دولتي امکاناتو نه ګټه اخیستل یو سیاسي تور دی او هیڅ داسې ثبوت نشته چې ګواکې مونږ د دولتي امکاناتو نه ګټه اخیستې وي. "

په افغانستان کې عام خلک په ځانګړي ډول ځوان کهول پدې باور دي چې د انتخاباتي مبارزو او په رسنیو کې د کاندیدانود مناظرو له برکته یې د هغوي د پروګرامونه او پلانونه په اړه معلومات ترلاسه کړیدي او خپله رایه به یوازې د خپلې خوښې کاندید ته ورکوي.
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG