د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځانګړي پولیس او ځانګړې دندې یې


افغان ځانګړي پولیس
افغان ځانګړي پولیس
افغان حکومت وايي د نورو پولیسو او سرتېرو ترڅنګ د دغه هېواد د ځانګړو پولیسو قطعې هم چمتو دي چې، د اړتیا پر مهال د ټاکنو امنیت خوندي کړي .

د افغانستان ځانګړي پولیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې اصلي دنده یې د ډله اییزو ځانمرګو بریدګرو وژل او داسې نورو پیچلیو عملیاتو ترسره کول دي.

د دغو پولیسو شمېره شاوخوا لس زره ښودل کیږي چې دا مهال پر کابل سربېره د هېواد په ځینو نورو مهمو او نا امنو ولایتونو کې مېشت دي .

ځانګړي افغان پولیس د تجهیز او تنظیم له پلوه تر عادي پولیسو ډېر پرمختللي دي، دوی د ناټو ځواکونو په څېر د مرمیو ضد پرواسکټونو، خولیو او شپنیو عینکو چې توره شپه رڼا کوي، سنبال دي .

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل د دوی عملیات له دې اړخه هم مهم بلل کیږي چې، افغانستان په خاص ډول پلازمینه کابل وخت ناوخت د طالب وسله والو له ډله اییزو بریدونو سره مخامخ کیږي .

« د افغان خاصو پولیسو یوه مهمه دنده له ترهګرو سره مبارزه ده، په خاص ډول د ترهګرو د مغلقو او پیچلو بریدونو مخنیوی دی، هغه هم په داسې شکل چې ټول برېدګر ووژل شي، خو خاصو ځواکونو او نورو خلکو ته یا هېڅ زیان و نه رسیږي او یا هم ډېر کم زیان ورسیږي. »
افغان ځانګړي پولیس تر نورو عادي پولیس ډېر مجهز او پرمختللي دي
افغان ځانګړي پولیس تر نورو عادي پولیس ډېر مجهز او پرمختللي دي
د ځانګړو ځواکونو ځانګړي عملیات:
ښاغلي صدیقي وايي دغه شاوخوا لس زره خاص پولیس نژدې په څه باندې شلو ولایتونو کې مېشت دي، خو د اړتیا پر مهال د ځانګړو الوتکو په واسطه په اسانۍ سره نورو ولایتونو ته هم لېږدول کیږي .

ځانگړي ځواکونه چې له جوړېدو یې ایله څو کاله اوړي، په ځینو عملیاتو کې ښه ځلیدلي دي، صدیق صدیقي یې یوه بېلګه داسې رایادوي.

« همدا څو ورځې مخکې ترهګرو له یوې ودانۍ نه د انتخاباتو پر کمیسیون برید وکړ، همدغه خاصه قطعه ورغله او په داسې شکل یې ټول ترهګر ووژل چې د دوی نوک هم په کې خوږ نشو، هر چېرته چې دا ډول پیچلي او مغلق بریدونه کیږي، همدغه ځواکونه ورځي او برېد کوونکي په اسانۍ سره له منځه وړي.»

افغان خاص پولیس د یو شمېر بهرنیو او افغان روزونکو له لورې روزل کیږي، په دوی کې یې یو شمېر د نورو ښو او پرمختللیو زده کړو لپاره ځینو اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم استول کیږي .

ښاغلی صدیقي وايي « د خاصو پولیسو روزنه او تجهیز له نورو عادي پولیسو سره ډېر فرق لري، ځکه چې تر عادي پولیسو د دوی دنده ډېره مهمه او اساسه ده، همدا اوس یو شمېر خاص پولیس په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې پر زده کړو بوخت دي.»

افغان ځانګړي پولیس بیساري پولیس:
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې ځانګړو ځواکونو ته د جذب او جلب شرایط څه دي، خو زیاته یې کړه چې تر ډېره پر هېواد مین هغه ځوانان دغو لیکو ته جذبیږي چې ښه صحت او ځیني نورې خاصې ځانګړتیاوې چې روزونکي پرې پوهیږي، ولري .

ده وویل چې دغه خاص افغان ځواکونه د سیمې د هېوادونو په کچه بیساري او کمساري دي، او په خبره یې ان ځینو بهرنیو هېوادونو دا غوښتنه کړې چې که خاص ځواکونه یې افغانستان ته راشي او دغلته له افغان ځواکونو سره په ګډه تمرین،عملیات وکړي او له هغوی یې زده کړي.

دغه خاص افغان ځواکونه ډېر وخت، مخ پټي ګرځي او په چم ګاونډ کې څوک پرې نه پوهیږي چې چېرته او څه کار کوي، د دوی ډېری په کال کې یو وارې یا دوه وارې د کورنۍ لیدو ته ورځي او نور ډېر وخت په خپلو دندو کې بوخت دي .

افغانستان چې له تېرو څو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکیل دی، دا مهال له دوو مهمو پېښو سره مخامخ دی، لومړی انتخابات چې د اپریل پر پنځمې کیږي او دویم له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل دي .

افغان حکومت هیله ښيي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان پوځ او پولیس د ټول هېواد امنیتي چارې سنبالې او طالب وسله وال مات کړي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG