د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان نن خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي


په هرات کې انتخاباتو کې د جعلکارئ نوي شواهد
په هرات کې انتخاباتو کې د جعلکارئ نوي شواهد
افغانان نن شنبه (۰۴-۰۵-۲۰۱۴) د خپلو راتلونکي جمهور ریس د ټاکلو لپاره د رایې اچونو مرکزونه ته ځي .

دا د طالبانو له نظام راورسته درېیم وار دی چې، افغانستان دا ډول انتخابات ترسره کوي ، لومړني یې په ۲۰۰۴ او دویم یې په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوې چې په دواړو ټاکنو کې حامد کرزی د هېواد ولسمشر وټاکل شو.

د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۱۱ کاندیدان ولاړ و، خو درې نور یې د بل کاندید په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شول، نن یوازې اته کسان د ولسمشرۍ د څوکۍ د خپلولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي څه باندې درې نیم میلیونه خلکو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې، او دولس میلیونه وګړي په انتخاباتو د ګډون شرايط پوره کړي دي .
په ټول افغانستان کې به د رایې اچونې شاوخوا شپږ زره مرکزونه پرانیسي وي، د امنیتي ستونزو له کبله څه باندې اووه سوه نور مرکزونه به تړلي وي.

افغان امنیتي چارواکي وايي دغه مرکزونه په اتلسو ولایتونو کې موقعیت لري، خو دقیق نومونه یې نه یادوي .

د دغو انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره څه باندې درې سوه زره سرتیري، پولیس او نور امنیتي ځواکونه د تیارسي په حال کې دي .

د افغانستان نژدې ګاونډ پاکستان ویلي چې د افغانستان د انتخاباتو د امنیت د لاخوندیتوب په خاطر به له دغه هېواد سره خپلې ټولې پولې وتړي.

طالبانو وار له مخې د افغانستان د ټاکنو د ګډوډولو ګواښنه کړې ده، خو افغان چارواکو هیله ښودلې چې، ټاکنې به هرومرو کیږي او هڅه یې دا ده چې د رایې اچونکو امنیت خوندي کړي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG