د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو تاثیر د بازار پر بیو


د کابل د پیسو بازار 2
د کابل د پیسو بازار 2
د کارپوهانو په اند د جمهوري ریاست او ولایتي شوراگانو په ټاکنو کې د خلکو پراخ گډون او د انتخاباتو مثبتې ارزونې سمدستي د هیواد د بازار پر بیو مثبت تاثیر کړی دی.

د کابل ښار د شهزاده سرای د اسعارو د راکړې ورکړې د مارکیټ یو صراف احمد ساحل ملنگ وایي وروسته له انتخاباتو د افغانۍ بیه لوړه شوې ده.

د ښاغلی ملنگ په وینا له انتخاباتو مخکی یو امریکایي ډالر په اوه پنځوس افغانۍ او اتیا پوله پلورل کیده، خو د یکشنبې په ورځ یو ډالر په اوه پنځوس افغانی او لس پوله اخیستل کیده.

هغه وایي د یو کال راهیسې کله چې د امریکایي ځواکونو د وتلو اوازې گرمې او د امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک خبره راوچته شوه، په د یو امریکایي ډالر بیه اته افغانۍ لوړه شوه.
د کابل د اسعارو د راکړې ورکړې آزاد بازار
د کابل د اسعارو د راکړې ورکړې آزاد بازار
همدارنگه ښاغلی ملنگ چی د اسعارو ترڅنگ د جایدادونو د پلورلو او اخیستلو کارو بار هم کوي وایي، د انتخاباتو په بریالي ترسره کیدو سره د جایدادونو بیې لوړې شوې او مخ په ښه کیدو دي.

خو د کابل ښار د منډوي یو هټیوال موسی هزاره وایي تر اوسه د اوړو او وریجو په قیمتونو کی کوم د پام وړ تغیر ندی راغلی.

ښاغلی هزاره ډاډ څرگندوي چې حتما به په راتلونکې اونۍ کې بیې راټیټې شي. هغه وایي «اوس د خلکو هغه ویره چې د امنیت په هکله یې درلوده ورکه شوې ده.»

د هغه په وینا دا ځکه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د انتخاباتو په جریان کې دا وښودله چې دوی اوس ددې وړتیا لري چې د هیواد امنیت ټینگ کړي.

همدارنگه د ننگرهار ولایت د سوداگرۍ د خونو د مشورتي بورډ رئیس مخلص احمد وایي که څه هم چې د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې د اسعارو بازار تړلی وي، خو د انتخاباتو بریالیو ترسره کیدو په ننگرهار کې د راکړې ورکړې په بازارمثبته اغیزه کړې او د افغانۍ بیه د پاکستانۍ کلدارې په وړاندې څو پیسې جگه شوې ده.

ښاغلی مخلص احمد وایي مونږ د انتخاباتو پایلو ته سترگی په لاره یو، په افغانستان کی لویه ستونزه د امنیت د نشتوالی مسئله ده.

په همدی ډول د ننگرهار ولایت یو سوداگر حاجی عبدلولی وایي د منډوی د اوړو او تر کاری پلورونکی هم زیات خوشحاله ښکاري.

هغه وایي چې خلک او سوداگر خوشحاله دي چې د کلدارې په وړاندې د افغانۍ دغه څو پیسې جگوالی به له پاکستان څخه د دوی پر راتلونکې وارداتو باندې مثبت اثر ولري.
XS
SM
MD
LG