د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه د ټاکنو له کمیسیون نه کره رايي شمېرنه غواړي


د اروپايي ټولنې د ټاکنو څارونکو د ټیم مشر تیجس بیرمن

د اروپايي ټولنې د ټاکنو څارونکو د ټیم مشر تیجس بیرمن

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ټاکنو څارونکې ډله وايي، د ټاکنو کمیسیون دې د رايو شمېرنه په شفافیت وکړي او ټولنه د نتایجو د اعلان ټول بهیر ارزوي.

د اروپايي ټولنې د ټاکنو څارونکي، د هغو نړیوالو څارونکو ډیره برخه جوړوي چې د افغانستان د ټاکنو د څارولو لپاره افغانستان ته راغلي دي.

دا ټولنه ۱۶ نړیوال او ۶۳ افغانستان کې میشت ناظرین لرې، وايي چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو له ۱۵۵ رايي ورکولو له مراکزو یې په کابل، هرات او مزارشریف کې له نېږدې څارنه کړې ده.

ددې څارونکې ډلې مشر تیجس بیرمن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی هم له سیمو د درغلیو اورېدلي خو دا یوازې ادعاووې دي او باید دغو ادعاوو ته ځواب وویل شي.

تیجس بیرمن وايي، د ۲۰۰۹ میلادي کال ټاکنو کې پراخې درغلۍ وې خو دا ځل پدې ټاکنو کې لا نه پوهیږي چې څه تیر شوي دي.

هغه چې نن د دوشنبې په ورځ پخ کابل کې د خپلې څارنې لومړنی راپور ورکاوه، وویل چې دوی د ټاکنو ټول بهیر په ځیر څاري او دا به ومومي چې دا ټاکنې څنګه شفافه وې او که له کومو ستونزو سره مخ وې.

د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څارنې مشر وویل :

‪"‬زمونږ ماموریت د ټاکنو د ټول بهیر لپاره دی، د ټاکنو د کمیسیونونو د حقوقي چوکاټ او د رسنیو ونډې مو وارزولې، دا مهال مونږ د رايو شمېرنه او د رايي شمېرنې د نتایجو راټولول څېړو، او ډاډه یو چې ښه ارزونه به وکړو.‪"‬

خو د اروپايي ټولنې د اپریل د میاشتې له ټاکنو هرکلی وکړ، وې ویل چې دا ځل ټاکنې منظمې وې، ددې ډلې مشر وویل چې د کمیسیونونو حقوقي چوکاټونه، جوړښتونه له پخوا غوره وو، رسنیو ښه خبري پوښښ درلود.

د اروپايي ټولنې د ټاکنو د اروزنې ټیم وايي، افغانانو په بې سارې ډول په ټاکنو کې ونډه واخېسته او له ټولو تهدیدونو سره سره بیا هم د رايو صندوقونو خواته لاړل .

خو دوی وايي، چې اروپايي ټولنې یوازې د ښاري سیمو د ټاکنو ارزونه کړې ده او د کلیوالو سیمو نظارت یې ندی کړی.

خو هغه وویل چې په کلیوالو سیمو کې ښځې د ټولنیزو ممانعتونو له امله ندي توانېدلي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

دوی وايي چې د رايي پاڼو ژر خلاصېدل هم یوه له لویو ستونزو نده.

اروپايي ټولنې تېر ځل هم د جمهوري ریاست د ټاکنو نظارت کړی دی.

د ټاکنو کارپوهان وايي، د نړیوالو بنسټونو شتون او له ټاکنو څارنه ددې پروسې اعتبار ته نړیوال ارزښت ورکو
XS
SM
MD
LG