د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو د ورځې د انتخاباتي شکایتونو پلټنه نن پیل شوه


د انتخاباتي‌ شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني
د انتخاباتي‌ شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني
د انتخاباتي‌ شکایتونو کمیسیون وایي د څه دپاسه ٣٠٠٠ انتخابتي شکایتونو پلټنه یې چې په ټاکل شوې موده کې دوی ته رسیدلي، د سه شنبې په ورځ پیل کړه.

دا کمیسیون وایي چې تیره شپه د ټاکنو په ورځ د شکایتونو د ثبتولو بهیر پای ته ورسید او ورسره دغه کمیسیون په کابل او ولایتونو کې دوی ته د رسیدلو څه د پاڅه دریو زرو شکایتونو پلټنه پیل کړله چې پایلې به یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سره شریکي شي.

د انتخاباتي‌ شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني نن یوې خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتو په ورځ دوی ته ۳۱۰۳ شکایتونه رسیدلي دي چې ۱۵۷۳ شکایتونه په کتبي ډول او ۱۵۳۰ نور شکایتونه د ټلیفون له لارې دوی ته رسیدلي وو.

خو نادر محسني وویل هغه فورمې چې دوی د رایې ورکونې په مرکزونو کې کیښودې وې چې د شکایت د شتون په صورت کې ډکیدې شي، لا تر اوسه دوی ته نه دي رسیدلې چې د شکایتونو شمیره به ورسره نوره هم لوړه شي.

نادر محسني وویل چې ۲۲۸ شکایتونه د جمهوري ریاست د کاندیدانو په هکله دي او ۵۷۳ نور شکایتونه د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په باب ورته شوي دي.

همداشان نادر محسني وویل چې ۷۷۲ شکایتونه ورته د انتخاباتو د کمیسیون د کارکوونکو په هکله رسیدلي دي.

ښاغلي محسني په وینا په ۲۹ ولایتونو کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په هکله او په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په هکله ورته شکایتونه رسیدلي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ویاند په وینا زیاتره شکایتونه چې۲۸ ته رسیږی د جمهوري ریاست کاندیدانو په نسبت ثبت شوي او په یو ولایت کې دي ، خو ده د دغه ولایت نوم وانخیست.

نادر محسني وویل چې د کتبي شکایتونو په ډله کې زیاتره یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په هکله دي.

ده زیاته کړه هغه شکایتونه چې د انتخاباتي کارکوونکو په هکله دوی ته رسیدلي دي په جدي توګه به وڅیړل شي او هغو کسانو چې انتخاباتي تخلف کړی ورسره به قانوني چلند وشي.

په تیرو انتخاباتو کې د انتخاباتو یولس زره کارکوونکو د تقلب او تخطیو له کبله خپلې دندې له لاسه ورکړې او د انتخاباتو د کمیسیون په تور لست کې یې نومونه شامل شول.

ښاغلي‌ محسني دا ومنله چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې درغلۍ شوي ، ده وویل «موږ له خلکو سره دا ژمنه کوو چې د هغوی له رښتنیو رایو څخه ساتنه کوو او هغه رایه چې د کاندیدانو د پلویانو لخوا صندوقونو کې اچول شوي هغه به بیلې کړو او د اسنادو په رڼا کې به یې باطلې کړو.»

هغه زیاته کړه چې د شکایتونو پلټنه به د لومړنیو نتیجو د اعلان څخه مخکې پای ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG