د لاس رسي وړ اتصالات

د کاندیدانو لخوا د بري اعلان څومره د باور وړ دی؟


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل: " مونږ د بیان آزادۍ ته احترام لرو او کاندیدان دا حق لري چې د خپل بري اعلان وکړي، خو د افغان ولس او مطبوعاتو نه مې هیله ده چې یوازې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون خبرې او اعلان د اعتبار وړ وګڼي. "

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي د شکایتونو د اوریدو کمیسیون اوس مهال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړوانو په اړه د شواهدو او اسنادو په راټولو اخته دی او وروستۍ نیټه به د غوایي د میاشتې په 24 مې نیټې اعلان شي.

د همدې تیرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شورګانو انتخابات پداسې شکل او فضا کې ترسره شول چې نه یوازې افغان ولس بلکه نړیوالې ټولنې یې هم تمه نه درلوده.

په هیواد کې ناوړه امنیتي وضعیت، د وسله والو ډلو لخوا رایه اچونکو، د او د انتخاباتو کارکوونکو ته پرله پسې ګواښونه او په انتخاباتو کې ممکنه درغلي هغه سترې اندیښنې وې چې ټولو یې د کیدو امکان سل په سلو کې ګاڼه خو داسې ونشو.

سره لدې چې نړیواله ټولنه او افغان حکومت وایي په انتخاباتو کې د پخوانیو انتخاباتو په پرتله درغلي نه وه خو بیا هم داسې رپوټونه راځي چې په یو شمیر سیمو کې د یوه مشخص کاندید لپاره د حکومتي امکاناتو نه کار اخیستل شویدی، په ځینو ځایونو کې بیا خلک دیته مجبوره شویدي چې د یوې ډلې کاندید ته رایه ورکړي.

په یو شمیر ولایتونو کې بیا د رایې پاڼې دومره لږې وې چې اکثره خلک په کتارونو کې ولاړ پاتې شول او وې نشو کړای چې رایه ورکړي.

د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون وایي چې تر اوسه ورته ټول ټال 3013 شکایتونه ورسیدلي دي چې 228 یې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه دي. ددې کمیسیون یوه کمیشنر عزیزالله آریافر امریکا غږ ته وویل " ځیني شواهد خورا دقیق او په اسنادو ثابت دي"

ښاغلي آریافر همدرانګه وویل چې په یو شمیر سیمو کې د رایو صندوقونه د یوه مشخص کاندید لپاره ډک شویدي او په ځینو ځایونو کې بیا خلک په زور دیته مجبوره شویدي چې یوه ځانګړي کاندید ته رایه ورکړي. د حکومتي امکاناتو نه ګټه اخیستل او د رای پاڼو نا مناسب ویش هم د مهمو سرغړاونو او شکایتونو برخه ده.
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG