د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې دوو پرلپسې چاودنو دوه پولیس وژلې دي


په خوست ښار کې چاودنو نه زیانمن شوی ښوونځي
په خوست ښار کې چاودنو نه زیانمن شوی ښوونځي
چارواکي وايي، چې د خوست ښار په ختيځ څنډه کې دوو پرلپسې بمي چاودنو دوه پولیس وژلې او د یو ښوونځي ددوه زده کوونکو په ګډون یې یوولس کسان ټپیان کړي دي.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدران امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې لومړۍ بمي چاودنه نن د ورځې د لس بجو په شاوخوا کې د خوست ښار په ختيځه څنډه کې د بلند منزلو په سيمه کې شوې ده.

دی وایي چې د دغه برید هدف د امنيه قوماندانۍ د مخدره موادو پرضدد پولسو يو رنجر موټر وو.

هغه وويل، چې بم د سړک پرغاړه ځای پر ځای شوی و او هغه مهال وچاودېد، چې د پوليسو موټر د تېرېدو په حال کې وو.

مبارز ځدران وویل چې په دې چاودنه کې يو پوليس ووژل شو او څلور نور ټپيان شول، چې سمدستي روغتون انتقال شول.

د والي وياند زياته کړه، دويمه چاودنه، چې له لومړنۍ چاودنې څو دقيقې وروسته په همدغه سيمه کې وشوه، د برق په يوه صندوق کې د ځای پر ځای شوي بم له امله وه.

هغه زياته کړه، چې په دويمه بمي چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو د خوست ښار د مختلفو روغتونونو ډکټران وايي، چې له يادو شويو چاودنو وروسته دوی ته ديارلس کسان وروړل شوي دي، چې دوه پوليس پکې وژل شوي، پنځه پوليس او پنځه ملکيان ټپيان دي.

د خوست د ولايتي ملکي روغتون رئيس ډاکټرعبدالمجيد منګل امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې روغتون ته پنځه کسان وروړل شوي، چې پکې يو د پوليس مړی دی، درې نور پوليس ټپيان او يو ملکي ټپي دی.

بل طرف په خوست ښار کې د ببري ګل په نوم د يوه خصوصي روغتون يو ډاکټر مالک مير وايي، چې د دوی روغتون اته کسان وروړل شوي، چې يو يې وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې وژل شوی کس پوليس دی، پنځه ملکي وګړي ټپيان دي، چې دوه پکې د ښوونځي زده کوونکي دي او دوه نور پوليس هم ټپيان دي.

ډاکټر مالک مير وويل، چې د يوه زده کوونکي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

بل طرف د لوګر امنيې قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاق زی وايي، چې په دې ولايت کې يو شمېر طالبانو، چې غوښتل يې د برکي برک ولسوالۍ د حضرت بلال په ښوونځي کې ماين ځای پر ځای کړي، په خپله پر دوی چاودلی، دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی.

هغه همدارنګه زياتوي، چې په همدې ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو تر منځ جګړه کې د طالبانو يو مشهور قوماندان قاري نصيب هم وژل شوی دی.

تر اوسه کومي وسله والې ډلې د خوست د چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG