د لاس رسي وړ اتصالات

دشنبې په ورځ د انتخاباتو د قسمي پایلو اعلان


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون وایي چې د تیرې شنبې د ورځې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو قسمي پایلې به د شنبې په ورځ ددغه کمیسیون لخوا اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ویاند نور محمد نور د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس ۸۴ فیصده د انتخاباتو د پایلو پاڼې دغه کمیسیون ته رسیدلې دي.

نور محمد نور وویل:

"د دیارلس ولایتونو د انتخاباتو دپایلوپاڼې د انتخاباتو د پایلو مرکزي دفتر ته رسیدلې دي همداشان د ۲۳ نورو ولایتونو د د انتخاباتو د پایلود پاڼو ډیره برخه هم په مرکزي دفتر کې د انتخاباتو د پایلومرکز ته رسیدلې ده خو لا هم یوه اندازه یې زمونږپه ولایتي دفترونو کې په کلکه ساتل کیږي ".

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ویاند وویل چې کمیسیون کولای شول چې د شنبې د ورځې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو قسمي پایلې نن اعلان کړي خو د کړنلارې له مخې ټاکل شوي ده چې دا اعلان ددغه کمیسیون د چارواکو لخوا وشي.

نورمحمد نور وویل:

"البته مونږ دی ته چمتو یو چې د شنبې په ورځ باندې قسمي پایلې اعلان کړو مکانیزم په دی شکل دی چې مونږ ته د مرکزي زون د نتایجو ټولې پاڼې رارسیدلې دي، خو مونږ یوازې د مرکزي زون نتایج نشو اعلانولې حداقل باید د شلو ولایتونو نه د ډیرو ولایتونو مونږ ته دغه پایلې راورسیږي او په سیستم کې د پنځه فیصدو نه ډیری پروسس شي تر څو مونږ وکولای شو چې دغه پایلې اعلان کړو".

نورمحمد نور وویل چې د قسمي پایلو په اعلان کې د ځنډ علت د پایلو په اعلان کې د تیروتنو مخنیوې لپاره شوی دی.

نورمحمد نور وویل چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون مشرتابه پریکړه وکړه چې پایلې یوځل بیا وکتل شي او بیا اعلان شي.

همداشان نورمحمد نور وویل چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون مشرتابه پریکړه کړي ده چې هغه رایي چې د درغلیو شک پری کیږي له پاکو رایو جلا او قرنطین کړي چې بیا وروسته به د څارونکو په مخ کې وشمیرل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ویاند وویل چې کیدای شي چې نن له هغو ولسوالیو نه هم د رایو صندوقونه د ولایتونو مرکزونو ته د هوا له لارې ولیږدل شي چې لا تراوسه په دغو ولسوالیو کې پاته دی.

تیره ورځ د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ویلي وو چې د فراه او دایکونډي د ولایتونو د څلورو ولسوالیو نه لا د رایو صندوقونه ددغو ولایتو مرکزونو ته نه دی انتقال شوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون وایي چې د ۲۳ ولایتونو نه یې د رایو صندوقونه د هوا له لاری او د نورو۱۱ ولایتونو نه د ځمکي له لارې د ولایتونو مرکزونو ته انتقال کړي دي.
XS
SM
MD
LG