د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ژباړونکي له برېتانیا سیاسي پناه غواړي


افغان ژباړونکي په کابل کې د برېتانیا د سفارت مخې ته
افغان ژباړونکي په کابل کې د برېتانیا د سفارت مخې ته
هغه افغان ژباړونکي چې له برېتانوي ځواکونو سره یې په هلمند کې د ژباړونکيو په توګه دندې اجراء کړي، اوس د بریتانا نه سیاسي پناه غواړي.

د پنځوسو په شاوخوا کې دغو ژباړونکو په کابل کې د برېتانیا له سفارت وغوښتل، یا دې په انګلستان کې د اوسېدو زمینه ورته برابره کړي او یا دې هم په افغانستان کې ورته امنیت برابر کړي.

دا ژباړونکي چې نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې د برېتانیا د سفارت مخې ته د لاریون په شکل را غونډ شوي وو، د بریتانیا له حکومت غوښتل چې د اسټرالیا، کاناډا او نیوزلینډ هیوادونو په څېر چې خپلو ژباړونکو ته یې سیاسي پناه ورکړې، له دوی سره هم ورته چلند وکړي.

دغو ژباړونکو ویل طالبان یې ګواښي او ان خپلو کورونو ته دستنېدو لپاره یې هم نه پرېږدي.

د سلطان په نوم یوه ترجمان امریکا غږ ته وویل، په خپله سیمه کې ورته نور ژوند سخت شوی او د جاسوس خطاب ورته کیږي.

سلطان وویل :

‪"‬دوه اوونۍ مخکې مې مور مړه شوه، حتی د خپل مور جنازې ته هم نه شوم ورتللی، ماته وايي، ته د انګلیسانو او امریکایانو جاسوس یې.‪"‬

جاسوس

ددغو ژباړونکو په څېر ډیر نور هم د جاسوس تر نامه لاندې د وسله والو مخالفینو تر ګواښونو لاندې دي او ان ډېری د جاسوس په نوم وژل شوي هم دي.

ددغو ژباړونکو په ويناء طالبان ورته اخطار پاڼې لیږي او پکې وايي چې تاسې جاسوسان یاست او که په لاس راشئ نو وژنو مو.

لاریون کوونکو ژباړونکو چې ځینو یې مخونه هم پټ کړي وو، ویل هره لحظه د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

یوه ژباړن وویل:
"زه ترجمان وم، کورنۍ اقتصادي وضعه مو ښه نه وه او د ترجمانۍ کار ته مې شروع وکړه، اوس ټولنیز مصؤنیت نه هم برخمن نه یم".


ځینو ژباړونکو ویل چې د بهرنیو ځواکونو له خوا یو دم پرېښودل شوي او د ژوند غم یې ندی خوړل شوی.

دوی وايي، د امنیتي ګواښونو له امله په نورو ولایتونو کې اوسي.

دوی د طالبانو اخطار پاڼې هم له ځان سره لرلې.

د انګلیسي ځواکونو دا ژباړونکي وايي خپلو لاریونونو او اعتراضونو ته به تر هغه دوام ورکړي تر څو یې غوښتنې و منل شي.

د طالبانو د واکمنۍ له را پرځېدو وروسته د نړیوالو ځواکونو سره په زرګونو افغانانو د ژباړونکو په توګه کار کړی چې یو لړ ملکونو بیا خپل افغان ژباړونکي خپلو هیوادونو ته بیولي او هلته یې د اوسېدو زمینه ورته برابره کړې ده خو ځینو هیوادونو بیا داسې کار ندی کړی
XS
SM
MD
LG