د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست په ښار کې چاودنې دوه ملکیان ووژل


د خوست په نننۍ چاودنې کې یو شمیر ملکیان ټپیان شوي دي
د خوست په نننۍ چاودنې کې یو شمیر ملکیان ټپیان شوي دي
د خوست په ښار کې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، چې دوه ملکيان يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

په دې وروستيو ورځو کې په خوست ښار کې بمي چاودنې زياتې شوې دي او خلک يې ډېر اندېښمن کړي دي.

دغه وروستۍ بمي چاودنه د دوشنبې په ورځ مازديګر مهال د خوست ښار د بلند منزلو په سيمه کې د ترافيکو پر يوه رنجر موټر شوې ده، خو امنيتي چارواکي وايي، چې ترافيک پوليسو ته پکې زيان ندی رسيدلی مګر يو شمېر ملکيان يې وژلي او ټپيان کړي دي.

د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د امريکاغږ اشناراډيو ته وويل، چې په دې بمي چاودنه کې يو ملکي کس ځای پرځای وژل شوی او نهه نور ټپيان دي، چې سمدستي روغتون ته رسول شوي دي.

خو د خوست ښار د ببري ګل په نوم د يوه خصوصي روغتون موظف ډاکټران وايي، چې په ټپيانو کې دويم کس هم په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او د پاتې اتو کسانو روغتيايي حالت، چې ځينې ماشومان هم پکې شامل دي، ښه ښودل شوی دی.

د پېښې يو تن عيني شاهد، چې د چاودنې ځای ته نږدې غرفه لري او يو کوچنی زوی يې هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی.
دغه عیني شاهد په ژړا غوني غږ کې اشنا راډيو ته داسې وويل: «زه د کونډيو سيمې اوسېدونکی يم، دلته مې يوه غرفه لګولې ده، کورنۍ ته رزق ګټم.

«دلته يې په موږ پسې بم خلاص کړ، څوک مړه شول څوک ټپيان، يو کوچنی زوی مې ټپي شو. اوس دومره پيسې نلرم، چې د خپل بچي علاج پرې وکړم. په کور کې اوړه او نور شيان نلرم، بېچاره بېچاره يم. ما څه ګناه کړې ده، زما بچي څه غلطي کړې ده، ولې مو مړه کوي؟»

که څه هم دا ډول ډېری بمي بريدونه د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري ترسره کېږي، خو تر اوسه د دغې بمي چاودنې مسووليت چا پرغاړه ندی اخیستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

بايد وويل شي، چې له يادې شوې چاودنې درې ساعته مخکې د ښار په يوه بله برخه کې هم د ريموټ کنترول بمي چاودنه شوې وه، خو چاته يې زيان نه و اړولی.

په دې وروستيو کې په خوست ښار کې يو شمېر بمي چاودنو خلک اندېښمن کړي دي او وايي، چې که د دا ډول بمي بريدونو مخنيوی ونشي، نو ممکن د خوست امنيتي حالت له لانورو ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

په دې اړه د خوست ښار يو تن اوسېدونکی داسې وايي: «په دا شرايطو کې، چې دا چاودنې او دمکې کېږي، دا له وطن او خلکو سره ډېر ستر خيانت دی. له امنيتي ځواکونو غواړم، چې د زړه له اخلاصه وطن ته خدمت وکړي.»

د يادونې وړ ده، چې د نن ورځې د بمي چاودنو په ګډون په تېرو څو ورځو کې په خوست ښار کې پرلپسې د سړک غاړې د ريموټ کنترول اووه بمي چاودنې شوې دي.

د کره معلوماتو له مخې په دې بمي چاودنو کې د پوليسو په ګډون اووه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر نورو ټپيان شوي دي، چې زياتره يې ملکيان دي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG