د څو ورځو نه راپدیخوا داسې خبرونه خپاره شوې دي چې د طالبانو یو مهم مشر ملا آغا جان معتصم په دوبۍ کې لادرکه شویدی.
په دې اړه، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان حکومت په اماراتو کې د آغا جان معتصم لادرکه کیدل تایید کړل.
د بهرنیو چارو وزارت هغه اوازي تاییدوي چې وايي د د طالبانو د وخت د مالیې وزیر معتصم آغا جان په عربي متحده اماراتو کې لادرکه شوی دی.
په دې اړه، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني وویل: «افغانستان تاییدوي چې معتصم آغاجان په عربي متحده اماراتو کې لادرکه شوی دی.
«د دې لپاره چي معتصم آغا جان د سولې د خبرو په بهیر کي فعاله ونډه لرله، د افغانستان اسلامی جمهوریت په دی هڅه کې دی چې د عربي متحدو اماراتو سره په رابطه کې د دې د برخلیک د معلومیدو لپاره ګامونه پورته شي. افغانستان د عربی اماراتو د چارواکو سره تماسونه نیولي خو تر دې دمه پورې موږ په دی هکله جزییات نه لرو.»
د اشنا راډیو خبریاله بهارت صابر په خپل راپور کې وايي چې د افغانستان د سولې عالي شورا هم د معتصم آغا جان د موندلو لپاره هڅې پیل کړي دي.
بلخوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني ریس امر الله صالح د خپل فیسبوک په پاڼې کې لیکلي چې ملا آغا جان معتصم په دوبۍ کې نیول شویدی.
د ښاغلي صالح دا خبره افغان ژورنالست او د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزي هم تاییدوي. سمیع یوسفزی وايي چې دا درېیمه اونۍ ده چې ملا آغا جانمعتصم د دوبۍ د استخباراتو سره په بند کې دی.
د امریکا غږ آشنا راډیو سره یوه مرکه کې، سیمع یوسفزي ویلي چې په دوبۍ کې هیچا ته د سیاسي فعالیتونو اجازه نشته، او داسې معلومیږي چې اغان جان معتصم د دوبۍ د دې قانون نه خبر نه و او هلته ېې د طالب قوماندانانو او نور خلکو سره ملاقاتونه کړیدي.
سمیع یوسفزی دا هم وايي چې کیدی شي چې د ملا معتصم آغا جان د کوم بل چا په غوښتنه، چې په عربي اماراتو کې ډیر اثرورسوخ لري، نیول شوی وي.
سمیع یوسفزی دا هم وايی چې د ملا معتصم نیول کیدل د طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرو ته ستره ضربه رسوي.
د نیوزویک د مجلې دغه خبریال دا خبره هم کوي چې د دې احتمال شته چې هغه طالبان چې د ملا معتصم په وساطت د افغان دولت سره یوځای کیدل غواړي، اوس به وايي چې ملا معتصم خپل ځان د نورو نه خوندي نشي ساتلی نو د دوی د سر ضمانت به څنګه وکړي؟