د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فواید عامې وزارت مرستیال تښتول شوی


د فواید عامې د وزارت مرستیال احمدشاه وحید (ارشیف)
د فواید عامې د وزارت مرستیال احمدشاه وحید (ارشیف)
ناپېژاندو وسلوالو د سه شنبې په سهار د فواید عامې د وزارت مرستیال احمدشاه وحید د خپل کور له مخې یرغمل کړی او نامعلوم لوري ته یې وړی دی.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن امریکا غږ اشنا رادیو تلویزیون ته ددې پېښې پخلی وکړ، وویل چې د سهار په اووه نیمو بجو د هغه مرستیال تښتول شوی خو معلومه نده چې ولې ؟

ښاغلي اوژن وویل، امنیتي ځواکونو ته یې د پېښې په تړاوو خبر ورکړی دی.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن امریکا غږ ته وویل :

‪"‬بلی، نن سهار اووه نیمې بجې وې، چې د فواید عامې وزارت مرستیال چې له کوره راوته تښتول شوی دی، معلومه نده چې چا او ولې تښتولی دی.‪"‬

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم امریکا غږ اشنا رادیو تلویزیون ته د فواید عامې د وزارت د مرستیال احمدشاه وحید د یرغمل کېدو د پېښې پخلی وکړ وویل چې نوموړی تښتول شوی دی.

صدیق صدیقي زیاته کړه چې جدي او سختې پلټنې د کابل د پولیسو له خوا روانې دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال ګل افغان چې د احمدشاه وحید د تښتونې پېښه یې لیدلې او په خیر خانه مېینه کې له احمدشاه وحید سره یوځای په یوه کوڅه کې اوسي، نن د مشرانو جرګې په غونډه کې وویل چې تښتونکو د وحید د تښتولو دمخه د هغه په ډرایور ډزې وکړلې.

ګل افغان وویل:
"زه او احمدشاه وحید په یوه کوڅه کې اوسو، سهار وسله وال راغلل د فواید عامې د وزارت د مرستیال په موټر چلوونکي یې ډزې وکړې هغه یې ټپي کړ او د فواید عامې د وزارت مرستیال یې له ځان سره بوته".

که څه هم په افغانستان کې د حکومتي چارواکو د تښتونو او یرغمل قضيي دومره ندي خو د فواید عامې د وزارت د مرستیال تښتونه په خپل ځای کې لومړۍ ده.

دا لا نده معلومه چې نوموړی د کوم لوري له خوا یرغمل شوی دی.

پولیس وایي چې دا لا هم نده معلومه چې د تښتونې ترشاه یې د جنايي کړیو لاس دی او که د سیاسي انګیزو له مخې تښتول شوي دي.

تراوسه کومې ډلې ددی پیښې مشولیت په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG