د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې یوه غړې مریم کوفي د پولیسو په ډزو ټپي شوې


د ولسي جرګې یوه غونډه (ارشیف)
د ولسي جرګې یوه غونډه (ارشیف)
په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې میرمن مریم کوفي تیره شپه لس بجې په کابل کې خپل کور ته نږدې د پولیسو په ډزو کې پټي شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې تیره شپه د میرمن مریم کوفي او یو پولیس ترمنځ لفظي شخړې وروسته پولیس په مریم کوفي ډزې کړي او هغه یې ټپي کړي ده.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوي خبرپاڼه کې ویلي دي چې میرمن مریم کوفي ټپي کیدلو وروسته روغتون ته رسول شوې ده او روغتیايي وضعه یې ښه ده.

عیني شاهدان وايي چې مرمۍ د میرمن کوفي په پښه لګیدلې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي‌ چې ددغې پیښې عامل نیول شوی او پوښتنې ترې روانې دي ، خو تر اوسه د پیښې اصلي لامل نه دی څرګند.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې وویل چې میرمن مریم کوفي سره یې ټلیفوني خبرې کړي او اوس په روغتون کې بستري ده.

ده له امنیتي مسولینو څخه وغوښتل چې دا پیښه په جدي توګه وڅیړي.

میرمن مریم کوفي په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو د استازې فوزیه کوفي خور ده.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې تیره ورځ د فواد عامې وزارت تخنیکي مرستیال احمد شاه وحید د نا معلومه وسله والو کسانو لخوا په کابل کې وتښتول شو چې تر اوسه یې درک معلوم نه دی.
XS
SM
MD
LG