د لاس رسي وړ اتصالات

پلټونکي:ایساف، ایسا او د کډوالو وزارت فساد کې ښکېل دي


له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې ګډې کمیټې خبری غونډه
له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې ګډې کمیټې خبری غونډه
له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې ګډه کمیټه وايي چې په دوو افغان بنسټونو او د ناټو په مشرۍ د ایساف په قراردادونو کې فساد شته دی او تر اوسه یې ددغې کمېټې سپارښتنو او تفتیش ته مثبت ځواب ندی ورکړی.

دا کمیټه وايي، د کډوالو چارو په وزارت او د پانګې اچونې نه د ملاتړ ادارې ایسا په ادارو کې فساد شته او له دغو دواړو ادارو یې غوښتي چې دوی ته د تفتیش اجازه ورکړي.

خو امریکا غږ ته د ایسا د ادارې مشر وفي الله افتخار او د کډوالو چارو د وزارت ویاند اسلام الدین جرئت د میک یا د اداري فساد سره د مبارزې د ادارې تورونه رد کړل او وویل چې خپله دا اداره بې کفایته او مغرضه اداره ده.

ددې کمېټې غړي یما ترابي په کابل کې خبریالانو ته د کمېټې د شپږ میاشتني راپور د بیانولو په مهال وویل، د کډوالو چارو وزارت د ځمکو هغو نمرو په تړاوو چې په کډوالو یې ویشلي دي هیڅ توضیحات نه لري چې ویش یې عادلانه وو او که نه؟.

هغه وویل چې د کډوالو چارو وزارت دې د وزیرانو شورا ته دا په ډاګه کړي، چې توزیع شوې نمرې څنګه او د کومې شفافې لارې ویشل شوي دي.

خو د کډوالو چارو د وزارت ویاند بیا امریکا غږ اشنا راډیو تلویزیون ته د "میک" راپور رد کړ وې ویل چې د نمرو د توزیع لړۍ یې ډېره شفافه ده.

هغه وویل چې میک په ادارو کې د ضعف ټکي ښودلی شي او تر هغې زیات حق نه لري چې اتهامات وارد کړي.

ښاغلي ترابي دا ډول د پانګې اچونې د ملاتړ اداره (ایسا) هم په فساد کې ښکېله وبلله، او ویې ویل، د ایسا اداره هم تر تفیش لاندې نده نیول شوې او د فساد په تړاوو یې راپورونه لري.

دوی وايي، داسې استخدامونه یې کړي چې لازم نه وو.

د ترابي په خبره د ایسا ادارې ورته ویلي چې دوی د حکومت بودیجوي واحد ندی او دوی یې د تفتیش حق نه لري.

د ایسا ادارې غبرگون
خو د ایسا د ادارې مشر امریکا غږ اشنا راډیو تلویزیون ته له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د ګډې کمیټې د څرکندونو په باب وویل چې دا کمیټه یوه بې کفایته اداره ده او څېړنې یې هم د غرض نه ډکې دي.

ښاغلي افتخار وویل، چې د ایسا اداره د کنټرول او تفتیش د ملي ادارې له خوا هر کال څېړل کیږي او وروستی تفتیش به یې ژر خپور شي.

هغه له ټولو ادارو وغوښتل چې ور دې شي او د ایسا د ادارې که تفتیش غواړي کولی یې شي.

وښاغلي افتخار زیاته کړه ‪"‬مونږ همیش غږ کړی په ټولو ادارو چې که شک لري را دې شي او زمونږ د ایسا له ادارې دې تفتیش وکړي.‪"‬

د ایساف په اړوند دا کمیټه وايي، د ایساف ځواکونو هغه قراردادونه چې د موادو واردولو په تړاو شوي، په هغه کې هم په پراخه کچه فساد شته دی.

په راپور کې راغلي چې د ایساف د ځواکونو هغه مواد چې له بهرنیو هیوادونو ورته راځي، د افغانستان بازارونو ته بې له دې چې ماليه یې ورکړل شي، وځي.

د ډیرو هڅو سره سره په دی باب د ایساف غبرګون ترلاسه نه شو، خو ایساف تل په خپلو قراردادونو کې د شفافیت په باب ډاډ څرکند کړی دی.

له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د ګډې کمیټې غړی ښاغلی ترابي وايي په ساختماني سکټور کې هم فساد وجود لري، خو ددغه فساد د مخنیوي لپاره د افغانستان د اقتصاد د وزارت سره په یوه ګډ نوښت کار کوي او که دا نوښت عملي شي، په ساختماني پروژو کې به ډېر شفافیت رامنځته شي.

ښاغلي ترابي په دې اړوند وویل ‪"‬هغه تجربې چې مونږ یې د شفافیت په اداره کې لرو، ښيي چې اویا په سلو کې په ساختماني پروژو کې ستونزې شته دي.‪"‬

دوی لویه څارنوالي هم یاده کړه چې د مفسدینو دوسيي سمې نه څیړي او یو ډول معافیت وجود لري، چې اداري فساد یې پياوړی کړی دی.

دا کمیټه وايي په راتلوونکو شپږو میاشتو کې به د نړیوالو مرستو او دا چې څومره فساد پکې شته هم څیړنه وکړي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د ګډې کمېټې اجرائیوي رئیس احمد راشد بهروز وایي‪ "‬له ۲۰۰۲ کال راهېسې نړیوالې مرستې چې څومره مؤثره وې، هغه به په راتلوونکو شپږو میاشتو کې وڅېړو او راپور به یې جمهور رئیس ته وړاندې کړو.‪"‬

دا کمیټه وايي چې د بانکونو او مالي سیستمونو په حسابونو کې اصلاحات راغلي او د فساد مخه یې نیول شوې ده.

کمیټه د جمهور رئيس کرزي په فرمان جوړه شوې او د فرمان له مخې دا حق ورکړل شوی چې حکومتي او د بهرنیو مرستندویو ادارو د مرستو څېړنه وکړي او د فساد کچه پکې معلومه کړي.
XS
SM
MD
LG