د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې بادام ګل مشاعره وشوه


د ډیورنډ پولي دواړو خواو ته د مېشتو پښتنو يوه ستونزه ده ، او د آمن او سلامتۍ لپاره په یوه ادبي ژبه غږ کوي .

په زابل کي د بادام ګل په کلنۍ مشاعره کي د افغانستان له ډېرو ولایتونو څخه د فرهنګیانو او ادبیانو تر څنګ د کوزي پښتونخوا شاعرانو هم برخه درلوده .

د بادام ګل په نوم مشاعره په دې ولایت کي کال د بادام د شګوفو له غوړېدو سر یو وخت جوړیږي.

د نالوستۍ په وجه د پښتون قام د ورځني تریخ ژوندانه بیان ، د سولي او آمن هيله ، د ټولنیزي وېښتیا لپاره د عامه اذهانو تنویر د بادام ګل په مشاعره کي د شاعرانو د کلام عمده ټکي وو .

د مشاعرې مشر مېلمه او د پښتو ژبي نامتو شاعر مطیع الله تراب ځوانان ادبي هڅو ته راوبلل او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چي د ټولنیزسمون او د خپل تاریخ د ژوندي ساتلو لپاره دي ځانګړې پاملرنه ولري .

زابل په خپله لمنه کي د اوومي پيړۍ د صوفي شاعر شېخ متي ( رحمته ) په څېر د ګڼو نورو درنو شخصیتونو له برکته ، د پښتو ژبي په کلاسیک او معاصر ادب ځانګړی ځای لري .

سره له دې چې دم ګړی هم په زابل کي د ځوانو قلم والو او فرهنګیانو هڅي د ستایني وړ بلل کیږي خو ځايي اوسیدونکی يې له مرکزي حکومت څخه ګیله من دي چي د پښتو ادب دغه ستره سیمه يې په هغه ډول نده پاللې لکه څنګه چي يې حق دی .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG