د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو په دوهم پړاو کې له افغان پوځ سره د ایساف مرسته


د ایساف له ویاند سره د امریکا غږ مرکه
د ایساف له ویاند سره د امریکا غږ مرکه
په افغانستان کی د ناتو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند هانیس فیلډمن وایي چې بهرني او افغان امنیتی ځواکونه، له پیل څخه دې ته چمتو دي چې ښایي د جمهوري ریاست ټاکنې دوهم پړاو ته وغزیږي.

ښاغلی فیلډمن په دې باور دی چې د ایساف او د افغانستان امنیتې قواوې د یو بل سره په گډه دې ته تیارې دي چې د انتخاباتو د دویم ممکن پړاو امنیت ښه ټینگ کړي.

ښاغلي فیلډمن دغه خبرې، د امریکا غږ آشنا تلویزیون د خبریال رحیم گل څاروان سره په مرکه کې کړیدی.

د ناتو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند وایي د حمل په شپاړسمه د انتخاباتو د امنیت د ساتنې رهبري افغان امنیتی قواوو کړیده، او ایساف یواځی د کومکي ځواک رول لوبولی دی.

د افغانستان د جمهوری ریاست او ولایتی شوراگانو د انتخاباتو د امنیت ساتل د افغانو امنیتي ځواکونو، لومړنی آزمون گڼل کیږی.

د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات په داسې حال کې ترسره شول چې نړیواله ټولنه لا هم د کابل او واشنگتن ترمنځ د امنیتي موافقیې لاسلیک کولو ته انتظار ده.

د آیساف ځواکونو د ویاند مرکه دلته لیدلی او اوریدلای شئ:
د آیساف ځواکونو د ویاند مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:18 0:00
XS
SM
MD
LG