د لاس رسي وړ اتصالات

سبا د ټاکنو د ابتدائي پایلو پر ځای قسمي پایلې اعلانیږي


ارشیف
ارشیف
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدائي پایلې به د پنجښنبې د ورځې په ځای د شنبې په ورځ د ثور د میاشتې په شپږمه اعلان کړي او د پنجشنبې په ورځ به د قسمي پایلو دریمه لړۍ اعلان کړي.


د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور ویلي، چې ټولې ابتدائي پایلې به د شنبې په ورځ د ثور په شپږمه اعلان کړي.

ښاغلی نور وايي، د ټاکنو کمیسیون مشرتابه دې پرېکړې ته رسېدلی چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان دوه ورځې وځنډوي.

د ټاکنو د مهالوېش په اساس د ټاکنو کمیسیون اړ دی چې د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدائي پایلې د ثور د میاشتې په څلورمه او وروستۍ پایلې د همدې میاشتې په څلورویشتمه نېټه اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، د قسمي پایلو د دوهم اعلان په مهال ویلي وو چې کمیسیون ژمن دی چې ټاکنې د خپل مهالوېش په اساس د ثور په څلورمه اعلان کړي.

خو دا کمیسیون اوس وايي چې د ځنډ پریکړه د کار د حجم له امله شوي ده.

بل لورته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د بهرنیو اړیکو د رئيس محمد فرید افغانزي له لوري امریکا غږ اشنا راډیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې کمیسیون به سبا د پنجشنبې په ورځ قسمي پایلې اعلان کړي، د هغه په ويناء سبا ته به د قسمي پایلو درېیمه برخه اعلان شي.

د ټاکنو کمیسیون تر دې وړاندې دوه ځلې قسمي پایلې اعلان کړي، چې د رايو د نېږدې پنځوس په سلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله تر خپل سیال ډاکټر اشرف غني احمدزي مخکې دی.

دې کمیسیون ویلي چې دوی له پاکو رايو د ناپاکو رايو د جلا کولو دنده اصولا خپله ګڼي او سخت ورته پابند دي.
XS
SM
MD
LG