د لاس رسي وړ اتصالات

د فواید عامې وزارت مرستیال د تښتونکو له منګولو خوشې شوی


د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشاه وحید
د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشاه وحید
د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشاه وحید، چې لس ورځې وړاندې په کابل کې د یوې سړي تښتونکې ډلې له خوا تښتول شوی وو، تېر ماښام د پولیسو په عملیاتو کې د یرغمل کوونکو له منګولو د کاپيسا په ولایت کې خوشې شوی دی.

د کاپيسا والي محراب الدین صافي امریکا غږ ته د احمدشاه وحید د خوشې کېدلو د تائید په ترڅ وویل چې هغه د کاپيسا د نجراب په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې تېر ماښام په اوو بجو خوشې شوی دی.

د کاپیسا والي محراب الدین صافي وویل، چې اخطاف کوونکو غوښته نوموړی د نجراب د ګیاوه درې ته بوځي، خو ددې درې په خوله کې د پولیسو له تعقیب وروسته د فواید عامې د وزارت مرستیال د هغو له منګلو ازاد شوی دی او د شپې په لس نیمو بجو خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

د کاپيسا والي محراب الدین صافي وویل:

‪"‬مونږ ته تېره ورځ اطلاع راغله، چې د فواید عامې وزارت مرستیال اخطاف کوونکو کاپيسا ته راوړی او غواړي چې د نجراب ولسوالۍ د ګیاوه درې ته یې بوځي، مونږ کشفي ارګانونه پرې خبر کړل، د تلاشۍ پوستې مو جوړې کړې، د امنیتي قواوو له هڅو وروسته، کله چې اخطاف کوونکو ښاغلی وحید په یوه موټر کې چې ورسره وو، او درې ته یې یوړ خبر شو، موټر مو ودراوه او د هغوی له چنګه مو خلاص کړ.‪"‬

خو د فواید عامې د وزارت د مرستیال احمدشاه وحید تښتونکي په خپلې په تښتې بریالي شوي دي او د پولیسو لاس ته ندي ورغلي، د کاپیسا والي په دې تړاوو وویل :

‪"‬دا چې زمونږ کشفي ارګانونه په عین وخت کې د یوه بل موټر چې چاودیدونکي توکي پکې وو، او د دوی د موټر په تعقیب روان وو، هغه لورته هم پام وو، نو له دې فرصت نه اخطاف کوونکو ګټه اخېستې او تښتيېدلي دي.‪"‬

خو ښاغلی محراب الدین صافی وايي، چې د یرغمل کوونکو د نیولو هڅې هم روانې دي.

بل لورته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د احمدشاه وحید د خوشې کېدو پخلی کوي او وايي چې اوس روغ رمټ له خپلې کورنۍ سره دی.

صدیقي وویل چې پولیسو د احمدشاه وحید له یرغمل کېدو راهېسې د هغه د موندلو په لټه کې وو.

د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشاه وحید د حمل د میاشتې په شپږ ویشتمه نېټه د کابل ښار د خیرخانې له سیمې تښتول شوی وو.

دا چې کومه جنایت کاره او سړي تښتونکې ډله د هغه په تښتولو کې لاس لري لا هم نده معلومه.
XS
SM
MD
LG