د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا ته له څلور لسیزو وروسته د امریکا د ولسمشر سفر


مالیزیا ته د ولسمشر اوباما د سفر عکس
مالیزیا ته د ولسمشر اوباما د سفر عکس
د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د مالیزیا پر حکومت ټینگار وکړ چې په هغه هېواد کې دې بشري حقونو ته ډیره پاملرنه وکړي.

ولسمشر اوباما د یکشنبې په ورځ د اپریل په ٢٧ په مالیزیا کې د جنوبي آسیا د مخکښو ځوانانو ناستې ته وویل چې ځوانان دې د قانون حاکمیت او د لږکیو د حقونو د خوندیتوب په خاطر مبارزه وکړي.

ولسمشر اوباما د مالیزیا د حکومت له مخالف مشر انور ابراهیم سره له لیدلو ډډه وکړه او پرځای یې د ملي امنیت سلاکارې، سوزان رایس ته لارښوونه وکړه چې سبا دې له ښاغلي ابراهیم سره وگوري.

ښاغلي اوباما د خپل سفر په ترڅ کې یو ځل بیا مالیزیا ته ډاډ ورکړ چې د تری تم شوی مالیزیایۍ الوتکې د پلټنې چاری به دوام ومومي.

هغه د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې، د روسیی د اقتصاد پر یوې ځانگړې برخی باندی د بندیز پر پریکړې هم خبری وکړې.

د امریکا ولسمشر وویل له اتحاد او یووالي پرته، پر روسیی باندې دا بندیزونه کار نه ورکوي، ځکه که د مثآل په توگه د یو ډول وسلو خرڅلاو پر روسیی باندی بند شي، نو د اروپایی اتحادي پوځي قراردادیان به د روسیې اړتیاوې ورپوره کاندي. اغیز به هغه وخت زیات وي چې امریکا او اروپا ټول پر بندیز هوکړه وکړي.

مالیزیا ته د ولسمشر اوباما سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00
هغه روسیی ته جدی خبر داری ورکړ چې که له خپلو پاروونکو اعمالو لاس په سر نشي، نو دا اعمال به یی جدي عواقب هم ولري. د هغه ټینگار دا و چی امریکا په یوازې ځان نشي کولای چې پر روسیی باندی د اقتصادي بندیزونو په برخه کې اغیزمن واوسي.

بل پلو د امریکا جمهور رئیس د یکشنبې په ورځ په کوالالمپور کی د مالیزیا له صدراعظم نجیب رزاق سره هم وکتل.

دواړو مشرانو او د دوی پلاوو په گڼ شمیر مسایلو خبرې وکړې چې په هغو کی د سوداگریزو اړیکو پراختیا د دفاعی او سمندري چارو پر همکاري را څرخیده.

دا مالیزیا ته د څلورو لسیزو وروسته، د امریکا د یو ولسمشر لومړنی سفر دی. تیر ځل جمهور رئیس لیندن جانسن هغه هیواد ته یو سفر درلود. د مالیزیا شاهي کورنی د شنبې په ورځ د اپریل پر٢٦ د ولسمشر اوباما په ویاړ د ماښام د ډوډۍ پرتمینه غونډه جوړه کړې وه.

ښاغلي اوباما
د مالیزیا ملي لوی جومات هم وکوت.
XS
SM
MD
LG