د لاس رسي وړ اتصالات

د شکایتونو کمیسیون د باطلو رائيو په اړه نهه شکایتونه وڅېړل


د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د چهارشنبې غونډه
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د چهارشنبې غونډه
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه علني غونډه کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا د باطلو رايو په تړاوو د جمهوري ریاست د کاندیدانو نهه شکایتونه وڅېړل، خو باب یې پریکړه اعلان نه کړه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي چې دغه نهه شکایتونه، د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته له دغه کمیسیون سره ثبت شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۵۲۵ رايي ورکولو د محلونو رايې باطلې کړې وې.

پدغه علني غونډه کې د کاندیدانو استازو د خپلو شکایتونو په تړاوو وضاحت ورکاوه او د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا ددې شکایتونو دفاعیه ویله چې ولې یې د ۵۲۵ مراکزو رايې باطلې کړي دي.

پنځه شکایتونه د ډاکټر عبدالله عبدالله، درې شکایتونه د ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا او یو شکایت د داود سلطانزوی له خوا شوی وو.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وویل، چې دا نهه شکایتونه دوی ته د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته سپارل شوي دي او د دوه سوه او څلور دېرش زرو رايو برخلیک پکې نغښتی دی.

ښاغلي عبدالستار سعادت وویل "یوه رایه هم د ټاکنو برخلیک ټاکي، مونږ هر شکایت څېړو او په علني توګه یې څېړو".

پدغه علني غونډه کې د ۵۲۵ محلونو د رايو په تړاوو پرېکړه و نه شوه، خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني بیا وویل، چې د ټاکنو د مهالوېش په اساس دوی به د ورځې په وروستیو کې خپله پرېکړه د ټاکنو کمیسیون ته وړاندې کړي.

ښاغلي نادر محسني وویل "مونږ به د خپل مهالوېش په اساس تصمیم ونیسو او پرېکړه به د نن ورځې په پای کې د ټاکنو کمیسیون ته ولېږو".

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له دغې علني غونډې، د کاندیدانو استازو، د ټاکنو د څارنې بنسټونو او رسنیو لیدنه او څارنه هم کوله.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون وايي، د لومړنیو پایلو په تړاوو له دوی سره ۱۲۱ شکایتونه ثبت شوي دي.
XS
SM
MD
LG