د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د حقاني شبکې لس ګونه وسله وال وژل شوي


د افغانستان ملي پوځ چې د بهرنیو ځواکونو لخوا یې هوایي ملاتړ کیده، د پکتیکا په ولایت کې لس ګونه وسله وال مخالفین وژلي دي. داسې ګمان کیږي چې وژل شوي وسله وال د حقاني د شبکې غړي وي، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پټیدو مرکزونه لري.

سره لدې چې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو د دغو عملیاتو په اړه تبصره نده کړې خو داسې ویل کیږي چې پدې تیرو څو کالونو کې دومره سخته جګړه نه وه شوې.

د افغانستان د استخباراتو چارواکي ادعا کوي چې د دوشنبې په ورځ ناوخته شاوخوا درې سوه وسله والو کسانو چې ځانمرګي بریدګر هم پکې وو، د پکتیکا د زیروک په ولسوالۍ برید وکړ او کوښښ یې کاوه چې دغه سیمه ونیسي خو د افغانستان ملي پوځ چې د نړیوالو ځواکونو لخوا یې هوایي ملاتړ کیده، د حقاني د شبکې د جنګیالیو دغه برید په شا وتمباوه او ډیره مرګ ژوبله یې ور واړوله.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان امریکا غږ ته وویل: " افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د ځواکونو د هوايي ملاتړ پر مټ شپیته وسله وال وژلي دي چې بهرنیان هم پکې شامل دي. ګڼ شمیر وسله وال ټپي شوي هم دي. "

ویاند همدرانګه وویل چې پدې جګړې کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو لږ تر لږه څلور غړي وژل شوي او زیات شمیر یې ټپي شویدي. د ېاغېانو مړي ، زخمي جنگیالی او دهغوی دوسلې، پک اپ موټر د جگړې په مېدان کې پاتې دي.

د حقاني په شبکې دا ملامتي اچول کیږي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو او د بهرنیو هیوادونو په سفارت خانو ځیني غټ بریدونه همدوي کړیدي.
امریکا په 2012 میلادي کال کې د حقاني شبکه په تور لیست کې شامله کړه او د پاکستان د استخباراتو په ادارې (آی ایس آی) یې تور لګولی چې ددې شبکې سره د بریدونو په بندوبست کې مرسته کوي.

دا شبکه د پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې قوي مرکزونه لري. امریکا څو ځله د پاکستان نه غوښتلي دي چې د حقاني د شبکې د جنګیالیو په خلاف دې جدي اقدامات وکړي خو د پاکستان د پوځ د زړه نا زړه توب له وجې امریکا د دغې شبکې په غړیو باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته زور ورکړی.

د امریکا چارواکي وايی چې واشنگټن خپلی هڅې ددغی ډلې خلاف زېاتې کړېدی او غواړي چې ددې کال په اخرو کې د بهرنېو قواو له وتلونه مخکې ډېر سخت زېانونه ور واړوي.
XS
SM
MD
LG