د لاس رسي وړ اتصالات

له میدان وردګو نه زرګونه کورنۍ تښتېدلي


د میدان وردگ ولایت
د میدان وردگ ولایت

د افغانستان په ولسي جرګې کې د میدان وردګو استازی عبدالاحمد درانی ادعا کوي چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د ناامنیو له کبله لږ تر لږه څوارلس زره کورنۍ له دغه ولایت څخه کابل ته تښتیدلي او دلته د مساپرۍ ژوند کوي .

په دغو بې ځایه شویو کورنیو کې د ښاغلي دراني په خبره ډېری د حکومت مامورین او د یو شمېر نادولتي ادارو کارکوونکي دي چې طالبانو ورته ګواښونه کړي و که خپلې دندې پرېنږدي، و به یې وژني .

ښاغلي دراني امریکا غږ ته وویل چې دغه کورنۍ د وردګو له بېلا بېلو سیمو نه تښتېدلي دي.

« ماته چې احصایه معلومه ده، دیارلس څوارلس زره کوره کابل ته راغلي دي، له نرخ ولسوالۍ نه راغلي، په خپله له مرکز نه مهاجر شوي، له جلریز، جغتو، سیداباد او نورو سیمو نه، په دوی کې ډېر هغه کسان دي چې وظیفې یې لرلې، دوی د ناامنیو او طالبانو له ګواښونو وروسته تښتېدلي دي.»

ښاغلی درانی وايي په مېدان وردګو کې د کمزورې حکومتوالۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د یوې مشخشې تګلارې نشتوالي، وسله وال طالبان پیاوړي کړي او د ده په ټکو پر خلکو د ارام ژوند کولو کړۍ تنګه کړې ده.

« حکومت د خلکو د نژدې کولو او هغوی ته د ژوند د اسانتیاوو په برابرولو کې یوه مشخص پلان نه لري، که والي یې لیږلی، که یې ولسوال یې لېږلی بس هماغه خپله سیمه یې ټېنګه کړې او معاش یې اخیستی دی، ولس یې نه دی غوښتی چې ورسره خبرې وکړي، خپل پلانونه ورته ووايي او ورسره ځان نژدې کړي، نه والي پلان لري نه کوم ولسوال.»

عبدالاحمد درانی وايي کوچېدلي کورنۍ په خپلو شخصي امکاناتو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کورونه کرايه کړي او یو شمېر نورو یې بیا د خپلو خپلوانو او عزیزانو کره اړولي دي .

بې ځایه شوي کورنۍ:

امریکا غږ له یو بې ځایه شوي سره هم خبرې وکړي، دغه کس چې دا مهال د افغانستان په پارلمان کې دنده لرې، وايي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د ناامنیو او طالبانو له ډاره له خپلې کورنۍ سره یوځای کابل ته راغلی دی.

دی وايي یوازې د دوی له سیمې لږ تر لږه پنځه سوه کورنۍ کابل ته کوچېدلي دي، ده د امنیتي ستونزو له کبله امریکا غږ سره د خبرو پر مهال د خپل نوم له ښودلو ډډه وکړه.

« دوه کاله کیږي چې د طالبانو له ډاره له نرخ ولسوالۍ څخه کابل ته راغلي یو، خپل کور کلی پوله او پټی مو پرېښي دي، خپل کلي ته بېرته تللی نشو، لږ تر لږه زموږ له سیمې پنځه سوه کورنۍ خو به تښتېدلي وي، طالبان خلک نیسي کله یې له حکومت سره په کار کولو تورنوي، کله یې د بهرنیانو سره په ترجمانۍ تورنوي او زوروي.»

دی وايي لسګونه داسې پېښې یې لیدلي چې طالبانو خلک له ګاډو راښکته کړي، له حکومت او نورو نړیوالو ادارو سره یې د کار کولو په تور وهلي ډبولي او ان ځېنې یې وژلي هم دي .

په همدې حال کې د میدان وردګ ولایت چارواکي د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې نا امني مني، خو وايي چې د چهارشنبې په ورځ ( د اپریل ۳۰) یې په یو شمېر ناامنه سیمو کې د طالبانو د شړلو لپاره له ناټو ځواکونو سره په ګډه یو لړ تازه عملیات پیل کړي دي.

میدان وردګ کابل سره نژدې پروت دی چې، ښه او بد حالت یې پر کابل هم اغیز کولی شي
میدان وردګ کابل سره نژدې پروت دی چې، ښه او بد حالت یې پر کابل هم اغیز کولی شي

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا سره په خبرو کې ومنله چې د ناامنیو له کبله زیات شمېر کورنۍ کابل ته تښتېدلي، خو دقیق ارقام یې په ګوته نه کړل .

« شاوخوا دوه کاله مخکې زیات شمېر وګړي چې په مرکز او کابل کې یې کاروبار کاوه، کابل او خپلو سیمو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې درلودې، دوی خپل کورونه کابل ته ولېږدول، خو زه ستاسو د راډیو له لارې پر دوی غږ کوم چې د میدان وردګو امنیت هغه پخوانی امنیت نه دی اوس حالات ښه شوي دي، دوی کولی شي چې بېرته خپلو سیمو ته راستانه شي.»

ښاغلي خوګياڼي وویل، د اوړي په رارسېدو سره د پولې له اغاړې وسله وال طالبان وردګو ته مخه کوي چې پر حکومتي او نړیوالو ځواکونو بریدونه وکړي .

مېدان وردګ د کابل په شاوخوا ۴۰ کیلومېترۍ کې پروت دی چې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د حزب اسلامي ډله هم په کې فعاله بلل کیږي.

له شک پرته چې د مېدان وردګ امنیت او نا امني پر کابل خپل منفي او مثبت تاثیرات لرلی شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG