د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: بدخشان کې د ځمکې ښویدنې د پیښې تلفات کم دي


د بدخشان ولایت د ارګوی ولسوالئ د آب باریک کلي
د بدخشان ولایت د ارګوی ولسوالئ د آب باریک کلي
د بدخشان د ځمکې ښویدنې د پیښې په هکله تازه معلومات د تلفاتو شمیره له هغه نه ډیر کمه ښایي چې پخوایې رپوټ ورکړل شوی وو.

چارواکي وايي چې د بدخشان ولایت په ارګوی ولسوالئ په آب باریک کلي کې د ځمکې ښویدنې په پیښه کې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دمخه په دې پیښه کې د۲۵۰۰ کسانو له منځه تللو خبرونه ورکړل شوي وو.


د بدخشان د ارګوی ولسوال عبدالودود سیدي په سیمه کې د امریکا غږ خبریال ګل رحیم نیازمن ته ویلي چې په دغه پیښه کې به د دوه سوو او پنځه پنځوسو په شاخوا کې کسانو چې په نږدې درې سوه کورونو کې ژوند کوه خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د امریکا غږ خبریال دغې ولسوالۍ ته ورغلې دی ،وايي چې په پیښه کې له درې سوه څخه کم شمیر کورونه تر خاورو لاندې شوي‌ خودا سیمه لا تراوسه د ځمکې ښویدنې له ګواښ سره مخ ده.

نیازمن وایي چې په سیمه کې د ژغورنې چارې ډیر پڅې روانې دي‌ یو سکواټر په هغو نړیدلو کورونو کار کوي چې ډیرو کمو خاورو لاندې کړي دي.

د بدخشان ولایت د ارګوی ولسوالۍ آب باریک سیمه تقریبآ د دریو غرونو په منځ کې یوه سیمه ده چې دوه خوایې خاورینې غونډۍ دي چې د خلکو د کښتونو ځمکې دي. ددغې سیمي ټیټ غره په لمنو کې د خلکو کورونه پراته دي.

د امریکا غږ آشنا راډیو خبریال ګل رحیم نیازمن وايي چې په دغه سیمه کې یو سیند هم بهیږي ، کومه سیمه چې خلکو پکې غنم کرلي دي را ښویدلې ده او سیند یې هم ډب کړی دی چې ددغه سیند د غاړې ټول کورنه خاورو لاندې کړي دي.

د امریکا غږ خبریال په سیمه کې د ژغورنې د عملیاتو په باب وايي چې په سیمه کې تقربیآ اتیا خیمې د سرې میاشتې ټولنې لخوا لګول شوي چې په هرې یوې کې یې یوه کورنۍ اوسیږي.

دی وایي چې دغې سیمې ته نږدې کوم کورونه چې پاتې دي له دې ویرېږي چې بیا غر ونه ښوییږي نو د نورو غونډیو سرونو ته ختلي دي.

په سیمه کې هوا وریځ ده ځینو د مرستو رسولو موسسو خلکو ته مرستې رسولي او د جمهور ریس دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي چې د طبعي پیښو سره د مبارزي د ملي ادارې مشرې هم کوي د یو عالي رتبه دولتي هیت په مشرۍ د پیښې له ځایه نن غرمه لیدنه کړې ده.

محمد کریم خلیلي خبریالانو سره د خبرو نه ډډه وکړه، خو د بدخشان ولایت چارواکو خبریالانو ته وویل چې په پیښه کې تر ۳۰۰ پورې کسان کیدلی شي چې ژوند یې له لاسه ورکړی وي.

ددغو چارواکو وویل چې ۳۰۰ کوره هم په دې ناورین کې د خاورو لاندې شوي دي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG