د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان والي:تر خاورو لاندې کسانو ویستل ناممکن دي


تر خاورو لاندې کسانو د ارویستلو لپاره د پلټنې عملیات روان دي .
تر خاورو لاندې کسانو د ارویستلو لپاره د پلټنې عملیات روان دي .
د افغانستان په بدخشان ولایت کې د غره ښویېدنې په پېښه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې تر خاورو لاندې د شویو کسانو شمېره شاوخوا ۲۵۰۰ ښودل شوې وه، خو اوس سیمه اییز چارواکي وايي چې دوی تراوسه یوازې د ۳۰۰ کسانو لیست جوړ کړی چې په دغې پېښې کې مړه شوي دي .

د بدخشان والي شاه ولی الله ادیب وايي په دغه سیمه کې ۱۰۰۰ کورنۍ اوسیږي چې ټول نفوس يې ۴۰۰۰ کسان دي، د غره ښوېدو له امله۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۷۰۰ نور يې د ورته ممکنه پېښې تر ګواښ لاندې دي.

ښاغلي ادیب وویل چې پر ویجاړ شوي کلي ۵۰ مېتره خاوره انبار شوې چې لېرې کول او د جسدونو پیدا کول د انساني وسایلو تر توانه وتلي دي، ځکه چې د خاورې د لرې کولو وسایل په خټه کې کار نه شي کولی او ښخیږي.

هغه وویل چې باید په سیمه کې له خاورو لاندې د شویو کسانو یوه ډله اییزه او غایبانه جنازه وشي او د پلټنې عملیاتو ته د پای ټکی کیږدي .

د ارګو ولسوالۍ له فیض اباد څخه تقریبا ۴۰ کیلومېتره لېرې جنوب غرب لوري ته پرته ده، خو د پیښې ځای د ولسوالۍ له مرکز څخه اته کیلو متره نور هم لرې واقع دی.

زه چې د پېښې ځای ته د راپور جوړولو لپاره ورغلی وم، په ډېر شمېر کې ښځې، ماشومان، او لویان مې تر سره لمر لاندې ناست ولېدل، د سیمې خلک د بې ځایه شوو کسانو لپاره چې اکثرو يې په دغې پېښې کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، دخوراک او څښاک مواد راوړل.
د بدخشان والي وايي پر ویجاړ شوي کلي ۵۰ مېتره خاوره انبار ده او تر خاورو لاندې کسانو ویستل ناممکن دي
د بدخشان والي وايي پر ویجاړ شوي کلي ۵۰ مېتره خاوره انبار ده او تر خاورو لاندې کسانو ویستل ناممکن دي


د خوراکي موادو د ویش پر مهال ماشومانو او لویانو ښځو او نجونو پر خوراکي موادو داسې هجوم ور وړ، ته وا دغو بې ځایه شوو تر اوسه په مړه خیټه خوراک نه و کړی.

دوی له خوراک پرته له لمر څخه د پناه کېدو څه نه لري، یو شمیر کورنیو ته د افغان سرې میاشتې ډلې له خوا خیمې ورکړل شوي خو د لمر تودوخه نه شي کمولې.

د فیض اباد او نورو سیمو څخه خلک د پېښې د ځای لیدو او یا هم له قربانیانو سره د مرستې په موخه ډلې ډلې روان دي .

ځینې خلک لا هم لګیادي او د کورنیو په هغو غړو پسې يې خاورې اړولې چې کورونه پرې رانړیدلي وو، خو له سهاره تر مازیګره هیڅوک ونه توانېده چې کوم جسد راوباسي.

د پیښې ځای ته د افغان ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي، د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د زراعت وزیر، او د پارلمان وکیلان سیمې ورغلي دي.

خو لا هم د تلفاتو دقیق ارقام معلوم نه دي ، دغه پېښه داسې مهال رامنځ ته کیږي چې څو ورځې وړاندې په جوزجان، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې سیلابونو لږ تر لږه ۱۵۰ تنه مړه کړل او په سمنګانو کې بیا د کان یوې چاودنې شاوخوا ۲۵ تنه مړه کړل .
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG