د لاس رسي وړ اتصالات

ثریا دلیل: افغانستان ته د گوزڼ ویروس له پاکستان نه راځي


د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل
د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل
د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د پراخیدلو په باب دغه هیواد ته د خبرداري وروسته افغان حکومت هم ویلي دي چې افغانستان ته د پولیو ویروس له پاکستان نه راځي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ اوو، درېیو ملکونو پاکستان، کامرون، سوریه ته په سفر محدودیتونه لګولي چې ګواکې له دغو ملکونو د ګوزڼ د ناروغۍ ویروس نورو هیوادونو ته خپور نه شي.

د ګوزڼ ناورغي تر دې مخکې په افغانستان، پاکستان او نایجریا کې وه، خو د نړیوال روغتیايي سازمان د راپور په اساس اوس دا ناورغي په تازه ډول کامرون، ګینه، ایتوپيا، عراق، اسرائیل، صومالیا او سوریه کې هم لیدل شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل بیا د ډبلیو ایچ اوو د راپور په غبرګون کې وویل چې له پاکستان افغانستان ته د ماشومانو د ګوزن ناروغي لېږدول کیږي او پاکستان د افغانستان لپاره د پولیو یوه منبع ده.

د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ پېښې په هغو ولایتونو کې ډېرې لیدل شوي چې پاکستان سره په پوله پراته دي.

هغې وویل، سږ کال د ګوزڼ ناروغي، په کنړ، ننګرهار او لغمان کې لیدل شوي، او د ګوزڼ دا ویروس د پاکستان په خیبر پښتونخوا، وزیرستان او بلوچستان کې هم لیدل شوي دي.

دمخه د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ اوو، په پاکستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ پېښو ډېریدلو په باب خبر ورکړی وو .

د روغتیا وزیرې وویل "‬پاکستان نه یوازې افغانستان ته د پولیو د ویروس د انتقال لپاره لویه منبع ده، بلکې نورو ملکونو لکه سوریه، مصر او نورو ملکونو ته هم دی.‪"‬

ثریا دلیل وویل، چې د تدابیرو لپاره یې د پاکستان له حکومت سره یو ځای د واکسین لوی لوی کمپاینونه کړي دي، او په ټولو سرحدي دروازو کې له پنځو کلونو نه د ټیټ عمر ماشومانو ته د پولیو د واکسین ورکول کیږي.

د زیږون په مهال د میندو مړینه

د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د زیږون په مهال د میندو د مړینې کچه له پخوا څو برابره را ښکته شوې ده چې لوی لامل یې په دغه هیواد کې د صحي خدماتو پراختیا ده.

د روغتیا وزارت نن د دوشنبې په ورځ د قابلو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې د ماشومانو د ملاتړ د ادارې سیف اف چلډرن د سږني کال راپور ښيي، چې اوس په افغانستان کې د زیږون په مهال په هرو سلو زرو میندو کې ۳۲۷ یې ژوند له لاسه ورکوي چې پخوا به په هرو سلو زرو میاندو کې ۱۶۰۰ میندو خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل وویل، د زیږون په مهال د میندو د مړینې د کمېدو لامل دا دی چې مسلکي روغتیايي کارکوونکي زیات شوي، او د کورنیو له تنظیم وګړي باخبره شوي دي.

ثریا دلیل وویل، چې اوس ۳۵ په سلو کې مېرمنې د زیږون په مهال د مسلکي روغتیايي کارکوونکو له مرستو برخمنې دي.

مېرمن دلیل د ماشومانو د ملاتړ د ادارې له قوله وايي، چې افغانستان په لسو هغو ملکونو کې اوس ندی حساب کې چې د میندو مړینې د لوی تهدید سره مخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ د ادارې د راپور له مخې، د نړۍ پر مخ فنلنډ د میندو لپاره مصؤن ځای دی، او د نړۍ په مخ د زیږون په مهال د میندو لپاره تر ټولو ناسم ځاي صومالیا ده.

ثریا دلیل وویل، دا مهالې ۳۵۰۰ قابلې په افغانستان کې شته چې په همدومر شمیر نورو ته هم دوی اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د قابله وو د روزنې لپاره یې نوی نصاب هم تدوین کړی دی او څلور کلنې زده کړو لپاره یې هم زمینې برابر کړې دي
XS
SM
MD
LG