د لاس رسي وړ اتصالات

په ننگرهار کې د اوو غیرمجازو صحي مرکزونو تړل


په ننگرهار کې د خصوصي روغتونونو تړل
په ننگرهار کې د خصوصي روغتونونو تړل
د ننگرهار ولایت د عامه روغتیا ریاست په یو نوي اقدام کې اووه روغتونونه او معالجوي مرکزونه د بې کیفایته روغتیایي خدمتونو د ترسره کولو او د کار د جواز د نه لرلو وتړل.

ډاکتران دغه چلند د ناروغانو د اندیښنې او سرگردانۍ عامل گڼي.

د ننگرهار ولایت د عامه روغتیا رئیس داکتر نجيب الله کاموال وایي چې په جلال آباد ښار کې د دیارلس موجودو روغتونونو او خصوصي کلینیکونو له ډلې څخه اووه مرکزونه تړل شوي او څلور نور یې د ښه کار او فعالیت په وجه وستایل شول.

ښاغلی کامه وال وایي چې په یو شمیر تړل شویو روغتونونو کې بهرنیو ډاکترانو هم پرته له جواز لرلو فعالیت کاوه چې دغه کار د روغتیایي مسؤلینو د جدي اندیښنې سبب شوی و.

د ننگرهار د عامه روغتیا رئیس وویل چې د جلال آباد په ښار یو شمیر روغتونونه معیاري خدمات نه وړاندې کول او د روغتیا وزارت د مقرراتو سره سم یې چلند نه کاوه.

له بلې خوا د جلال آباد په ښار کې د ډاکترانو د اتحادیې رئیس ډاکتر خوشال تسل، دغه کار غندي او وایي چې د خصوصي روغتونونو بندیدل به ښایي د ننگرهار په ولایت کې د یوې روغتیایي غمیزې سبب شي.

هغه دلیل راوړي چې دولتي روغتونونه د ټولو ناروغانو د درملنې ظرفیت نه لري او ددې اړتیا د حل یواځنۍ لار د دولتي روغتونونو تر څنگ د خصوصي روغتیایي مرکزونو شتون دی.

هغه وایي چې د روغتیایي ستونزو د حل لپاره د دولتي او خصوصي سکتور ترمنځ ټینگه همکاري په کار ده چې یو یې خصوصي روغتیایي مرکزونو ته د فعالیت جوازونو ورکړه ده.

په دې ترڅ کې یو شمیر ناروغان او د هغوی خپلوان د جلال آباد په ښار کې د خصوصي روغتونونو له کار څخه راضي دي او وایي، یو شمیر معاینې چې پخوا په پاکستان کې کیدلې اوس په جلال آباد کې په خصوصي روغتونونو کې ترسره کیږي.

د جلال آباد د اوسیدونکي سلیمان په شان یو شمیر ناروغان په دولتي روغتونونو کې د زیاتې گڼې گونث نه شکایت کوي او وایي چې د روغتونونو مراجعین اکثرا د ننگرهار د گاونډیو ولایتونو څخه دي.

د جلال آباد په ښار کې یو شمیر روغتونونه په لوړه کچه روغتیایي خدمات ترسره کوي، لکه تیرکال یې د جنسیت د تغییر یو عملیات په یوه شفاخانه کې ترسره شو چې متخصصین یې د سیمې د هیوادونو په کچه بې ساري وگڼل شول.
XS
SM
MD
LG