د لاس رسي وړ اتصالات

«د طبیعي پیښو له امله نوي زره افغانان بې ځایه شوي»


د طبیعي پیښې ناورین
د طبیعي پیښې ناورین
په افغانستان کې د طبیعي پیښو له امله د بې ځایه شویو کسانو شمیر په تیرو شاو خوا دوو میاشتو کې نوي زرو ته رسیدلی دی.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وایي د روان کال د څه کم دوو میاشتو په ترڅ کې په طبیعي پیښو کې د مړه شویو کسانو شمیر شاو خوا پنځه سوو تنو ته رسیدلی.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایي د طبیعي پیښو له کبله د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې نوي زره کسان متاثر او له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

ښاغلی سیاس وایي " د مثال په توگه ١٢ کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي که دا شمیره په وسطي توگه په شپږو کې ضرب شي شاو خوا نوي زره کسان کیږي. د روان کال په ترڅ کې په مجموعي توگه انساني تلفات پنځه سوه کسانو ته رسیږي چې د بدخشان د پیښې مړي او ورک شوي کسان په کې شامل دي."

هغه همداشان وایي چې د بدخشان د ارگو ولسوالۍ د غره ښویېدنې په پیښه کې د پنجشنبې تر ورځې پورې ٣٠٢ مړه شوي کسانو نومونه ثبت شوي دي او د هغو کسانو د شهرت د ثبتولو هڅې روانې دي چې ښایي تر خاورو لاندې شوي وي.

دا په داسې حال کې دي چې د بدخشان ولایت د ارگو ولسوالۍ د پیښې د قربانیانو سره د مرستې او ارزونې د کمیټو د معلوماتو په بنسټ یواځې د آب باریک د غره ښویېدنې په پیښه کې شاو خوا له ٥٠٠ څخه تر شپږ سوه تنو پورې مړه شوي دي.
د بدخشان د پیښې بې ځایه شوي
د بدخشان د پیښې بې ځایه شوي

د طبیعي پیښو اړوند کمیټو مسؤلین چې مشري یې د کلیو د جوړولو او پراختیا وزیر ویس احمد برمک کوي یواځې د بدخشان د ارگو ولسوالۍ بې ځایه شوي ۴۰۰۰ کسان گڼي.

د کلیو د جوړولو او پراختیا وزارت مطبوعاتي مشاور جمیل دانش وویل دا ارقام تر اوسه دقیق نه دي او کیدای شي چې په کې بدلون راشي. د هغه په وینا د مړو شمیر زیات دی.

په داسې حال کې چې د زیانمن شویو کسانو د تشخیص او د مستحقو کسانو د ارزونې د کمیټې مسولین وایي هڅه کوي چې د عامه پوهاوي له لارې په راتلونکې کې د سیلابونو د راوتلو په صورت کې د انساني تلفاتو شمیره راټیټه کړي، تیره ورځ په پلخمري کې د سیلاب د راوتلو له امله درې ته مړه او په سلگونو تنه بې کوره شول.
XS
SM
MD
LG