د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سټ یوه سپوږمکۍ په رسمي توګه فعاله شوه


په کابل کې د افغان سټ یو سپوږمکۍ د پیل مراسم
په کابل کې د افغان سټ یو سپوږمکۍ د پیل مراسم
افغانستان د شنبې په ورځ د افغان سټ یو په نوم د خپلې سپوږمکۍ نه ګټه اخستل پیل کړل چې په هیواد کې به انټرنیټي خدمات پراخ او تلویزیوني خپرونې ښه شي.

افغان چارواکو افغان سټ یو سپوږمکۍ د شنبې په ورځ په کابل کې رسما پرانسته او له دغې سپوږمکۍ تلویزیوني چنلونو خپرونې پيل کړې

افغان چارواکو افغان سټ یو سپوږمکۍ د شنبې په ورځ په کابل کې رسما پرانسته او له دغې سپوږمکۍ تلویزیوني چنلونو خپرونې پيل کړې

افغان سټ یو سپوږمکۍ په فضاء کې لومړنۍ افغان سپوږمکۍ ده چې د فرانسوي یو تل سټ شرکت په مرسته فعاله شوې ده، ددغې سپوږمکۍ په ازمویني دوره کې د لسو افغان تلویزیوني شبکو خپرونې پیل کړې او عملا پدغه سپوږمکۍ کې خپرونې لري.

خو د مخابراتو وزارت په ټولو افغاني تلویزیوني شبکو غږ وکړ، چې خپلې خپرونې له دغې سپوږمکۍ پيل کړي.

ددغو لسو افغاني تلویزیونونو ترڅنګ دوه بهرني تلویزیونونه هم په افغان سپوږمکۍ کې دا مهالې شته دي.

د افغان سټ یو تړون له فرانسوي شرکت سره د سږني میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د افغانستان د مخابراتو وزارت لاسلیک کړی وو.

افغان سټ یو سپوږمکۍ به په ټول افغانستان کې نه یوازې چې فعاله وي، بلکې په ګاونډیو هیوادونو او منځني ختیځ کې هم فعالیت ولري.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین د افغان سټ یو د پرانستې په مراسمو کې هغه نېوکې ردې کړې، چې ګواکې دغه سپوږمکۍ بې کاره، زړه، بې ظرفیته، له عمره لنډه او په لوړو پیسو پېردل شوې ده.

امیرزي سنګین وویل، دا سپوږمکۍ په ۲۰۰۸ میلادي کال کې فضاء ته خېژول شوې وه، خو لا هم د اوو نورو کلونو لپاره کارنده ده او دوی ترې ګټه اخېستې شي.

خو امیرزي سنګین وویل، چې ددې اوو کلونو په موده کې فرانسوی شرکت د تړون له امخې اړ دی، چې بله سپوږمکۍ ورته عیاره کړي چې هغه به ددې سپوږمکۍ ځای نیسي او دوهم افغان سټ به وي.

ښاغلي سنګین وویل، چې د ظرفیت له پلوه دا سپوږمکۍ د لوړ کیفیت نه برخمنه ده.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین هغه خبرونه هم رد کړل چې ګواکې دا سپوږمکۍ په دوه سوه ملیونو ډالرو اخېستل شوې، هغه وویل افغان دولت په کال کې فرانسوي شرکت ته یوازې څلور ملیونه ډالر ورکوي.

امیرزي سنګین وویل :

‪"‬زمونږ عاید به له دغې سپوږمکۍ په کال کې د اټکل له مخې ۱۵ ملیونه امریکايي ډالر وي.‪"‬

له افغان سټ یو سپوږمکۍ به تلویزیونونه خپرونې کوي او ترڅنګ به یې ټیلیفوني او انټرنیټي اسانتیاوې هم برابریږي.

د جمهور رئيس کرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني، ددغې سپوږمکۍ فعالول افغان دولت ته لویه لاسته راوړنه وبلله.

بل لورته د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزیر امیرزي سنګین دا هم وویل، چې په راتلوونکو دوو میاشتو کې افغان تلویزیونه له انلوګ پخواني سیستم نه ډیجیټل ته واړوي.

هغه وویل، پدغې چارې یې له دوو کلونو راهېسې کار کړی دی.
XS
SM
MD
LG