د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې په یو ځانمرګي برید کې ۶تنه ووژل شول


ارشیف
ارشیف
نن د یکشنبې په ورځ د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې یو ځانمرګي د یوه کلنک مخې ته د چاودیدونکو توکو نه ډک خپل موټر الوزولې چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندان ویاند غورځنګ افریدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پیښې قربانیانو اکثریت یې ملکي کسان دي چې ښځي او ماشومان هم په کې شامل دي.

همداشان افریدي وویل چې په برید کې د ملي پوځ درې عسکر هم ټپیان شوي دي.

پیښه د کندهار ښار او هوايي ډګر ترمنځ د د منډیصار په سیمه کي د یوه روغتیايي کلنیک سره نږدې شوې ده .

د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکټر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

پخلا وویل شپږواڼه وژل شوي کسان ټول ملکي کسان دي.

د پیښې شاهدان وایي چي
ځانمرکی په یوه صرف موټر کي سپور وو، او غوښتل چې په سیمه کې د افغان پوځ په عسکرو برید وکړي ، خو بریدګر خپل هدف ته تر رسیدو مخکې د یوه روغتیايي کلنیک سره نږدې خپل مواد وچول چي له امله یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوله.

داکټرانو د پیښي په ټپیانو کي د ځينو روغتیايي حالت نازک ښودلې دی.

ارګ نه په یو خپور شوي بیان د جمهور رئیس حامد کرزي به اړخه دغه برید په سختو ټکو غندل شوي او د ا برید یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار بللی دی .

جمهور رئیس کرزي په دغه بیان کې ویلي:

؛ چې زموږ د خاورې او سوکالۍ دښمنان دومره کمزوري او ذلیل شوي دي چې حتی په روغتیایي مرکزونو کې هم پر بې ګناه افغانانو، ښځو او ماشومانو چې د خپلې درملنې لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه کوي، وژونکي بریدونه کوي؛.

دا برید په داسې حال کې شوي دي چې پرون هم په کندهار کې دوو غبرګو ځانمرګو بریدګروبریدونه ترسره کړل چې د بریدګرو د مرګ پرته په کې بل چا ته د سر زیان ونه رسیده.

طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په برید کې یې ۱۶ بهرني عسکر وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG