د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی رسول له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوځای شو


 په کابل کې د زلمي رسول او عبدالله عبدالله ګډه غونډه
په کابل کې د زلمي رسول او عبدالله عبدالله ګډه غونډه
د جمهوري ریاست د ټاکنو یو کاندید زلمی رسول، د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې له یو بل مخکښ کاندید عبدالله عبدالله نه د دوهم پړاوو په ممکنه ټاکنو کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د اعتدال، برابرۍ او رغونې د ټیم مشر کاندید زلمي رسول، له خلکو وغوښتل چې په ممکنه دوهم پړاوو ټاکنو کې عبدالله عبدالله ته رايي ورکړي.

د کابل په کانټیننټل هوټل کې د زلمي رسول او عبدالله عبدالله د ټیمونو د یوځای کېدو په غونډه کې زلمي رسول وویل، چې له ښاغلي عبدالله سره د یوځای کېدو لامل یې د ټاکنو له قطبي کېدو او قومي کېدو ژغورل دي.

زلمي رسول وویل ‬" اساسي دلیل چې ددې لويي پرېکړې اساس تشکیلوي، د افغانستان خلکو ته زمونږ تعهد دی، او د ټاکنو له قطبي کېدو او قومي کېدو ژغورل دي.‪"‬

ښاغلي رسول وویل، چې له ښاغلي عبدالله سره له پخواني دوستانه اړیکي لري، او په اینده کې به هم په حکومت کې د هماغه پخواني اعتماد په اساس ګډ کار وکړي.

بل لورته د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر او ۱۳۹۳ هجري کال د جمهوري ریاست د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې مخکښ کاندید عبدالله عبدالله بیا د زلمي رسول له دغې پرېکړې هرکلی وکړ او وې ویل چې اوس د زلمي رسول په مشرۍ د اعتدال او برابرۍ د ټیم او د ګل اغا شیرزي په مشرۍ د سولې او بیارغونې سره یو ټیم دي.

عبدالله عبدالله وویل، چې له زلمي رسول سره پخوانۍ پېژندګلوي لري او دا پېژندګلوي یې هم ګډ کار ته هڅوي، هغه د زلمي رسول د ټیم دا پرېکړه لویه پرېکړه وګڼله.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، د زلمي رسول له ټیم سره یې چې کومې ژمنې کړي دي، په هماغو ژمنو به ولاړ وي او عملي کوي به یې.

ښاغلی عبدالله هم د دواړو ټیمونو یوځای کېدل ملي یووالی ګڼي.

‪"هغه وویل ‬هغه خلک اوس مایوسه دي چې ټاکنې یې قوم خواته کش کولې."
‪‬
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د مال، منال، په منفي ډول د قدرت ترلاسه کولو ته هڅه نه کوي.

د ټاکنو کمیسیونونه

پدغه غونډه کې عبدالله عبدالله د ټاکنو د دوهم پړاوو ځنډول هغه سوال وګاڼه چې د هغه په باور ورته ځواب باید پیدا شي، هغه په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم غږ وکړ، چې د هیڅ ډول تهدید نه و نه ډار شي او خپل کار په عادلانه توګه ترسره کړي.

د زلمي رسول د ټیم نور غړي

زلمي رسول په داسې حال کې له عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلانوه، چې د هغه لومړی مرستیال احمدضیاء مسعود ورسره په غونډه کې نه وو، خو دهغه دوهمه مرستیاله حبیبه سرابي مل وه.

ددې ترڅنګ د ښاغلي زلمي رسول د ټیم مخکښ غړي، د قاضي امین وقاد په مشرۍ له اشرف غني احمدزي سره همدا تېرې جمعه یو ځای شوي وو.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد خپل ملاتړ د جمعې په ورځ له ډاکټر اشرف غني احمدزي وکړ.

د یکشنبې د ورځې په غونډه کې هم زلمي رسول وویل، چې ځیني ملګري یې بل لورته تللي او ځینې یې لا فکر کوي چې کوم لور ته لاړ شي.

که څه هم لا نهائي پایلي ندي اعلان شوي، خو د ټاکنو هغه کاندیدان چې رايي کمې دي، له دوو مخکښو کاندیدانو سره د یوځای کېدو هڅې کوي.
XS
SM
MD
LG