د لاس رسي وړ اتصالات

خپلمنځي اختلاف د پاکستاني طالبانو قوماندان ګوښه کړ


د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله د شنبې په ورځ خپل یو جګپوړی قوماندان برطرفه کړ. رپوټ وایي هغه دا کار پدې خاطر کړیدی چې غواړي پخپلو جنګیالیو پوره واک او قدرت ټینګ کړي.

د رپوټونو له مخې د پاکستاني طالبانو په غورځنګ کې پراخ اختلاف پیدا شویدي چې د له منځه وړلو په خاطر یې د غورځنګ مشر مولانا فضل الله د شنبې په ورځ قوماندان سید خان چې په سجنا مشهور او جګپوړی قوماندان دی، برطرفه کړ.

رپوټ وایي چې د قوماندان سید خان او قوماندان شهریار محسود د جنګیالیو تر منځ د څو اوونیو راپدیخوا خونړۍ جګړه روانه ده چې د دواړو عاړو نه پکې په لسګونه خلک وژل شویدي.

دا دواړه قوماندان د محسودو په قوم پورې منصوب دي چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په جوړښت کې هستوي رول لري.

رپوټ وایي د برطرفه کیدو وروسته به هم ښایي چې قوماندان سید خان خپله مبارزه جاري وساتي او د فضل الله حکم به ونه مني.

د قوماندان شهریار په پرتله هغه ډیرې وسلې لري، د قاچاقو اکثره لارې هم د هغه په کنترول کې دي، په زور د خلکو نه د پیسو اخیستلو کاروبار هم د هغه په لاس کې دی او تر ټولو مهمه دا ده چې هغه کوښښ کوي د محسودو په قوم کې خپل اثر و رسوخ وساتي.

د طالبانو د همدغو خپل منځي جګړو او اختلافاتو له وجې د پاکستان د حکومت هغه هلې ځلې هم سختې شویدي چې غواړي د طالبانو سره د سولې خبرې وکړي ځکه یوه ډله د خبرو طرفداره مګر بله یې بیا ورسره کلک اختلاف لري او پدې باور دي چې جګړه باید روانه وي.

د پاکستان طالبانو یوه قوماندان د رویټرز خبري اژنس ته ویلي دي چې ددغو دوه جګپوړه قوماندانو تر منځ روغه جوړه د مولانا فضل الله او د هغه د شورا لپاره یو ستر امتحان دی ځکه چې ددې نه به څرګنده شي چې هغه پخپلو جنګیالیو څومره اثر و رسوخ لري.

دغه قوماندان وایي که چیرته سید خان د جګړې نه لاس واخلي، نو دا به د جنګیالیو تر منځ د مولانا فضل الله نوم ښه کړي خو که هغه حکم ونه مني او جګړې ته دوام ورکړي نو دا به د فضل الله مشرتابه ته یوه ستره ضربه وي.

رپوټ وایي مولانا فضل الله څو ځله د محسود د قوم دغو دوه جګپوړه قوماندانانو ته ویلي دي چې د خپل منځي جګړو نه دې لاس واخلي خو تر اوسه یې یوه هم د هغه خبره نده منلې.

ددغو هلو ځلو نه وړاندې د حقاني د شبکې جنګیالیو هم کوښښ کړی ؤ چې د دواړو قوماندانو تر منځ سوله وکړي خو نتیجه یې ورنکړه او د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو لپاره یې د هغوي وس او توان ته هم زیان ورساوه.

رپوټ وایي د پاکستان طالبانو د غورځنګ په تاریخ کې مولانا فضل الله لومړنی مشر دی چې د محسودو د قوم پورې اړه نلري او ښایي همدا وجه به وي چې د محسودو په قوم کې د هغه اثر او رسوخ بې خونده دی.

د طالبانو یوه مشر قوماندان د رویټرز خبري اژنس ته ویلي دي چې فضل الله د زیاتې مودې راپدیخوا په افغانستان کې پټ دی خو زیاتوي: اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې هغه باید په قوماندانانو خپل کنترول زیات کړي.

دغه قوماندان ویلي دي چې مولانا فضل الله د خالد عمر خراساني په نامه سخت دریزه قوماندان ته دنده ورکړیده چې د قوماندان سید خان سجنا پر ځای دې بل څوک مشر وټاکي ځکه چې هغه غوښتل د پاکستان د حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

عمر خطاب خراساني، د پاکستان د حکومت سره د سولې د خبرو سره مخالفت لري او کله چې حکومت د طالبانو سره د سولې د هلو ځلو خبر خپور کړ، هغه د ۲۳ پاکستاني ملیشو د سر غوڅولو امر صادر کړ چې ورسره بندیان و.

د پاکستاني طالبانو اکثره جنګیالي د خراساني ټینګ ملاتړ کوي، پدې خاطر نه چې هغه سخت دریزه دی، بلکې پدې خاطر چې کولای شي د جنګیالیو تر منځ اختلافات په آسانۍ سره حل کړي او ښایي همدا وجه به وي چې مولانا فضل الله هغه ته دنده ورکړې چې د قوماندان سید خان سجنا او قوماندان شهریار محسود تر منځ اختلافات دې هم حل کړي.
XS
SM
MD
LG