د لاس رسي وړ اتصالات

نور : ممکن د وروستیو پایلو اعلان وځنډیږي


Afghan Election Old man voting
Afghan Election Old man voting
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وایي چې که د سه شنبې په ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ورسره خپلې پریکړې شریکې نه کړي نوګرانه به وي چې په ټاکلې نیټه وروستۍ پایلې اعلان شي.

نورمحمد نور د سه شنبې په ماسپښین خبریالانو ته وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ترغرمې ورته خپل اسناد نه وو سپارلي .

د افغانستان د ټاکنو د مهالویش له مخې په کار وو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خپلې پریکړې د ثور په ۱۸ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره شریکې کړی وی خو د د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا ددوه ورځو ځنډ ددغه کمیسیون په کار هم اغیزه وکړه او پریکړې یې په وخت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ته ونه سپارلې.

په خبري کنفرانس کې ښاغلي نور، ونه ویل چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون به وروستۍ پایلې د چارشنبې په ورځ اعلان نه کړي، خو زیاته یې کړه چې که د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ورسره خپلې پریکړې په وخت شریکې نه کړي دی کمیسیون ته به مشکله اوسي چې وروستۍ پایلې د سه شنبې په ورځ اعلان کړي.

ښاغلي نور وویل"که چیرې نن د هغوی پریکړې زمونږ لاس ته رانه شي دا به ګرانه اوسي چې د مهالویش له مخې کړنه وکړو او وروستۍ پایلې په ټاکلې نیټه اعلان کړو".

ښاغلي نور دا هم وویل چې دواړو کمیسیونونو موافقه کړې وه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به ورسره خپلې پریګړې د ثور په ۲۱ شریکوي خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د هغوی نه په دغه نیټه پریکړې تر لاسه نه کړلې.

د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون څرگندونې
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د سه شنبې په مازیگر یو خبري کنفرانس ته وویل چې د رسیدلو شکایتونو په اړه تصمیم نیول شوی او تر څو ساعتونو پورې به یېې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستوي.

هغه وویل د هغو محلاتو او مرکزونو په هکله چې انکار نه کیدونکي دلیلونه یې درلودل د هغو محلاتو رایی باطلې شوې دي او د هغو مرکزونو په هکله چې موثق او اعتباري دلیلونه موجود نه و، هغه مرکزونه اعتباري وگڼل شول.

ښاغلي محسني په دې هکله چې د کوم محل او مرکز څومره رایی باطلې اعلان شوي اودغو باطلو رائیو د کومو کانیدیانو پورې اړه درلوده، جزیات ور نه کړل.

خو هغه وویل « مونږ ته نه ده څرگنده چې څومره رایی باطلې شوي او څومره باوري گڼل شوي دي. مونږ یواځی د هغو مرکزونو د رائیو په هکله پریکړه کړې چې په هکله یې شکایتونه موجود وو.»

خو هغه دا تائید کړه چې د څو تیرو ورځو په ارزونو کې زیات داسې موارد وو چې ددې کمیسیون د اسنادو او شواهدو له مخې د یو شمیر مرکزونو رایی باوري وگڼل شوې.
XS
SM
MD
LG