د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د جرمني هڅې


اوکراین ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر شتاین مایر سفر

اوکراین ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر شتاین مایر سفر

د اوکراین پارلمان د سه شنبې په ورځ وروسته له هغې غونډه وکړه چې د هغه هیواد ختیځو سیمو له اوکراین څخه د بیلتون په پلوۍ رایی ورکړه.

د اودار گوند مشر ویتالي کلیچکو د پارلمان غړو ته وویل چې د جمهوري ریاست راتلوونکي انتخابات د هیواد د باثباته کولو لپاره خورا مهم شرط دی.

خو د کمونست گوند مشر پترو سیمونینکو خبرو په پارلمان کې هغه وخت غوغا رامنځ ته کړه چې د اوکراین وسله وال ځواکونه یې د می د میاشتې په نهمه د پولیسو او سیمه ییزو وگړو د وژل کیدو په پیښه گرم وبلل.

دا په داسې حال کې دي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر په اوکراین کې د هغه هیواد د موقت ولسمشر اولکساندر تورچینوف سره په کیف کې پر هغه پلان خبرې وکړې چې تیره اونۍ د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان او د اوکراین د حکومت ترمنځ د مخالفینو سره د خبرو د پیل په اړوند پرې موافقه شوی وه.

ښاغلي شتاین مایر وویل دا کړنلاره هغه پلان دی چې د می د میاشتې په ٢٥ آزادو او مناسبو انتخاباتو ته زمینه برابروي او د اوکراین په ختیځ کې چیرته چې بیلتون غوښتونکو د اوکراین د دوو سیمو د جلا کیدو اعلان وکړ د تاوتریخوالي آرامیدل غواړي.

ښاغلي شتاین مایر د اوکراین د صدراعظم ارسني یاتسینوک سره له کتنې دمخه او وروسته دا خبره وکړه چې هیله من دی د اوکراین د سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې د استازو ترمنځ د گردي میز خبرې د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د بې وسلې کولو سبب وگرځي.

دا په داسې حال کې دي چې د دونیتسک د بیلتون غوښتونکو مشر دینس پوشیلین وایي د دونیتسک د خلکو جمهوریت اوس یو مستقل هیواد دی.

نوموړي زیاته کړه « د دونتسک د خلکو د جمهوریت د غوښتنې پربنسټ او د تاریخي عدالت د راژوندي کیدو په خاطر د روسیی له فدراسیون څخه غواړی چی د روسیی سره د دونیتسک د خلکو د جمهوریت په یوځای کیدو غور وکړی.»

د لوهانسک اودونیتسک بیلتون غوښتونکو د یک شنبی په ورځ په سلو کی نوی د اوکراین څخه د جلا کیدو په پلوۍ رایی ورکړې، خو تر اوسه دا نتیجی په مستقیل ډول ندی تائید شوی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا انتخابات بی پلانه او بی پروگرامه وبلل او وویل هغه نظر غوښتنه چی د لویدیځ او د اوکراین د دفترونو له خوا شوی دا څرگندوی چی زیاتره هغه خلک چی د اوکراین په ختیځ کی ژوند کوی د یو متحد اوکراین غوښتونکی دي.

د ملگرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بان کیمون هم خپل غږ اوچت کړی او وایي چی د اوکراین د ځمکنی تمامیت کمزوری کول دی پای ته ورسول شي.

ښاغلي بانکیمون وویل « زه پر هغو ټولو باندې چې غواړي د اوکراین یووالي ځمکنۍ بشپړتیا او ثبات ته زېان ورسوی غږ کوم چی دغه راز اعمال سمدستي په ټپه ودروي. د کیف چارواکي هم باېد په ټینگه د اوکراین د قانون او د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې ددې ډول اعمالو مخنیوی وکړي.»

د امریکا متحده ایالات او اورپایی ټولنه وایي دوی د یک شنبې د ورځې د رایو اچولو پایلې په رسمیت نه پیژنی.

د سپینی ماڼی ویاند جی کارنی وویل واشنگتن په دې ناهیلی شوی چې مسکو وروسته له هغې چې ولسمشر پوټین بیلتون غوښتونکی د ټول پوښتنې ځنډولو ته وهڅول، د رایی اچونې د مخنیوي لپاره یې له خپل نفوذ نه کار وانخیست.

ولسمشر پوټین تراوسه پورې په خپله په دې ټول پوښتنو تبصره نده کړې، خو د کرېملېن ېو خبرلیک د دوشنبی په ورځ وویل چې دوی د ټولپوښتنو د نتایجو درناوی کوی.
XS
SM
MD
LG