د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې سبا ته اعلانیږي


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ورته نن د غرمې وروسته په دریو بجو خپلې پرېکړې راستولي او ټاکل شوي ده چې دوی د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې سبا د پنجشنبې په ورځ اعلان کړي.

ښاغلي نور امریکا غږ ته وویل چې سبا یوولس بجې به د ټاکنو کمیسیون د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د مهالوېش په اساس د ټاکنو کمیسیون اړ وو، چې دا پایلې یې نن د چهارشنبې په ورځ چې د ثور ۲۴ نېټه ده اعلان کړې وای، خو د ټاکنیزو شکایتونو له اړخه د شکایتونو د پرېکړو په رسیدلو کې د ځنډ له امله دا پایلې سبا ته ځنډول شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تېر ماښام ویلي وو، چې په څو ساعتونو کې به خپلې پرېکړې د ټاکنو کمیسیون ته لیږي، خو دغه کمیسیون د نن ورځې تر دریو بجو پورې پرېکړې نه وې لېږلې.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند د چارشنبې د ورځې په غرمه خبریالانو ته وویل چې کله د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پرېکړې ورته ورسیږي، نو دوی د پریکړو حجم ته په کتو وخت ته به اړتیا ولري تر څو دا پریکړې سیستم ته وخېژوي .

تر اوسه لا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پرېکړې څرګندې نه دي او چې دا پایلې سبا اعلانیږي نو د ټاکنو کمیسیون به ددغو پایلو په مهال ووايي، چې د ټاکنیزو شکایتونو پرېکړې څه وې؟ او څومره رايې باطلې شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني رسنیو ته ویلي چې د ۶۲ محلونو رايې دغه کمیسیون باطلې کړي دي.

د جمهوري ریاست د یو مخکښ کاندید غوښتنه
د چارشنبې په ورځ غرمه مهال د جمهوري ریاست په یو مخکښ کاندید عبدالله عبدالله له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نه غوښتل چې د ۱۴۳۳ رايي د محلونو په باب دی چې دده ټاکنیز ټیم له خوا دغه کمیسیون ته شکایتونه سپارل شوي بیا پلټنه وکړي.

ښاغلي عبدالله خبریالانو ته وویل چې وروستۍ پریکړې لا اعلان شوي نه دي نو دا کمیسیون کولی شي چې د زیاتو پلټونکو په ګمارلو سره دا کار په یوه ورځ کې وکړي.

خو نادر محسني د عبدالله عبدالله ددې غوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دوی د هغو شکایتونو پلټنه کوي، چې یوازې د قانون په اساس په قانون کې د ورکړل شوي مودې په بنسټ ورته رسېدلي وي.

که دا ټاکنې سبا دوهم پړاوو ته لاړې شي، نو د جون د میاشتې څوارلسمه نېټه له وار د مخکې د دوهم پړاوو ټاکنو ته اعلان شوې ده.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند ښاغلی نور وايي، دوی دوهم پړاوو ته هم تیاري لري.

ښاغلي نور وویل، د ټاکنو د کمیسیون هغه کارکوونکي چې په درغلیو کې یې لاس درلود په دوهم پړاوو ټاکنو کې به له دغه کمیسیون سره کار و نه کړي.

ښاغلي نور د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پایلو د اعلان په تړاوو وویل چې دغه پایلې به د ثور د میاشتې په ۲۷ نېټه اعلان کړي.

هغه خبریالانو ته وویل، د پنځو ولایتونو د ۴۰۰ محلونو رايي یې بیا شمېرلې دي.

دغه ولایتونه کابل، بدخشان، خوست، هرات او بغلان دي.
XS
SM
MD
LG