د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کی د ماین چاودنې یو وژلې او ۲۵یې ټپیان کړي


ارشیف
ارشیف
په ننګرهار کې چارواکي وایي چې ددغه ولایت د غني خیلو په ولسوالۍ کې د پولیسو په موټر د ماین په چاودنه کې یو ملکي سړې وژل شوي او ۲۵ تنه نور چې دوه یې پولس دي ټپیان شوي دي .

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي چې پیښه نن سهار نهه بجې او ١٥ دقيقې د غني خیلو ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوليس يو رنجر موټر له سيمې څخه د تیرېدو په حال کې وه.

هغه وايي چې چاودنه د سرک د غاړې د چاودېدونکو توکو له امله د پوليس پر موټر رامنځته شوې ده.

ښاغلي عبدالزى وويل چې پوليس سيمې ته رسیدلي او زخميان يې دغني خیلو ولسوالۍ سيمه يز روغتون ته انتقال کړي دي.

د روغتون ډاکټران بيا د زخميانو روغتيايي وضعه د ډاډ وړ بولي.

ددې پېښې مسوليت تر دې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.
XS
SM
MD
LG