د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې پر یوه بهرني ډیپلومات برید شوی


ارشیف
ارشیف
په کندوز کې امنیتي چارواکي وایي چې د بدخشان لپاره د تاجکستان جنرال قونسل رستم محمدوف د تخار کندوز پر لویه لاره د جمعې په ورځ هغه وخت ټپي شو چې دموټرو پر کتار يې د نامعلومو وسله والو له خوا ډزې وشوی.

د کندز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسینی وايي چې پرون سهار د تاجکستان جنرال قونسل هغه وخت ټپی شو چی له بدخشان څخه کندوز ته پر لاره و.

ښاغلی حسیني زیاتوي چې د رستم محمدوف د موټرو کاروان د کندوز تخار پر لویه لار د خان اباد په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغلی وږ

د هغه په وینا د ډزو په نتیجه کې ښاغلي محمدوف ټپی شوی دی، خو ساتونکو او ورسره نورو ملګرو ته يې زیان نه دی اوښتی.

ښاغلی حسنی زیاتوي چې د تاجکستان جنرال قونسل د درملنی لپاره د بې پولې ډاکټرانو په روغتون کې بستر شوی خو روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

د رپوټونو له مخې د کندوز تخار پر لویه لاره وخت نا وخت مسافرین د نامعلومو وسله والو له خوا لوټل کیږي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG