د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د سیکا په سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ


ارشیف
ارشیف
ولسمشر حامد کرزی، په اسیا کې د باور د فضا د رامنځ ته کیدلو سیکا (CICA) په سرمشریزه کې چې د دوه ورځو لپاره د چین د شانګهای په ښار کې جوریږي د ګډون په موخه د یکشنبې په ورځ هغه هیواد ته لاړ.


د سیکا سرمشریزه د اسیايي هیوادونو ترمنځ د همکارۍ او باور د پيدا کولو غونډه ده چې د دغې ټولنې د غړو او څارونکو هیوادونو د حکومتونو مشران او لوړ پوړي چارواکي پکې برخه اخلي.

د سیکا دا دوه ورځنۍ غونډه به د مۍ د میاشتې په شلمه او یووشتمه د چین د شانګهای په ښار کې جوړه شي .

د ارګ خبرپاڼه کاږي، چې د ولسمشر حامد کرزی به د خپل دغه څلور ورځني سفر په ترڅ کې په سرمشریزه کې د ګډون سربیره د چین د هیواد د چارواکو سره هم لیده کاته وګړي.

د ارګ خبرپاڼه لیکي‌ ‪"‬ جمهور رئيس به د دغه څلور ورځيني رسمي سفر په لړ کې د چین له جمهور رئيس او د هغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري او له هغوی سره به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ټينګښت او پراختیا او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.‪"‬

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پدغه سفر کې له ولسمشر حامد کرزي سره د بهرنیو چارو وزیر، د ولسمشر د دفتر رئیس او ویاند ملګري دي.

په چین کې د سیکا دا سرمشریزه په ۱۹۹۹ کال کې د دغې ټولنې د جوړیدلو را وروسته
څلورمه سرمشریزه ده چې جوړیږي.

ددې ټولنې لومړۍ سرمشریزه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوي وه.

په دې ټولنه کې ۲۴ هیوادونه غړیتوب لري او ۲۰ هیوادونه د څارونکو په توګه برخه اخلي.
XS
SM
MD
LG