د لاس رسي وړ اتصالات

قانوني: دښمن د دویم ځلي انتخاباتو ګډوډولو په لټه کې دی


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د جمهور ریس لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وايي چې دښمن د جمهوري ریاست د دویم ځلي انتخاباتو د ګډوډولو نیت لري.

ښاغلي قانوني چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان د پوځ د قوماندانانو یوې غونډې ته وینا کوله پرته له دې چې د دښمن نوم واخلي وویل چې، دښمن غواړي چې دویم ځلي انتخابات د ګواښ سره مخ کړي.

قانوني وویل "دښمن په تیرو انتخاباتو کې د خپلو تکتیکي حرکتونو د ناکامۍ نه د اخیستې عقدې له مخې زخت زیات د دویم ځلي انتخاباتو د ګډوډولو او دامنیت د خرابولو په لټه کې دی".

ښاغلي قانوني په تیرو انتخاباتو کې د افغان پوځ کړنې وستایلې وویل چې دا ډیره لویه لاسته راوړنه ده، خو قانوني وویل چې لا اوس هم افغان پوځ د افغان دولت او سیاستمدارانو پراخه ملاتړ ته اړتیا لري چې قانوني دا ګڼي چې دا ډول ملاتړ د افغان پوځ نه لا موجود نه دی.

هغه وویل "فکر کوم دې ته اړتیا ده چې موږ له دوست او دښمن نه یو څرګند تعریف په وړاندې کولو سره د عکسر نه نیولې د لوړ پوړو پوځي‌ چارواکو پورې پولیس او د ملي امنیت کارکوونکي وستایو".

ښاغلي قانوني وویل چې په دې سره پوځ د یو څرګند دښمن پر وړاندې زیاتې لاسته راوړنې لرلی شي.

هغه زیاته کړه "موږ د خپل پوځ مورال احساسولی شو ، خو د دولت د رهبرۍ سیاسي ملاتړ او د افغانستان د سیاستمدارانو ملاتړ یوه ورکه شوې کړۍ ده چې پکار ده په دې برخه کې کلکه پاملرنه وشي".

دې غونډې ته د دفاع وزیر بسم الله محمدي او لوی درستیز شیر محمد کریمي هم خبرې وکړې او د جوزا د ۲۴ ورځې د دوهم ځلي انتخاباتو لپاره یې خپل چمتوالی وښود.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د افغان حکومت د دښمنانانو لخوا د جوزا د ۲۴ ورځې د انتخاباتو د ګډوډولو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال شریف رحیل کابل ته راشي او په کابل کې د افغانستان، پاکستان او د ناټو د ځواکونو په ۳۷ درې اړخیزې غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په دې درې اړخیزه غونډه کې به د سیمې د امنیت او تروریزم سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG