د لاس رسي وړ اتصالات

شي جین پینګ: چین او افغانستان تاریخي دوستان دي


د افغانستان او چین د جمهور رئیسانو لیدنه
د افغانستان او چین د جمهور رئیسانو لیدنه

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د دوشنبې په ورځ د چین له جمهور رئیس شي جین پینګ سره د شانګهای په ښار کې وکتل.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د دوشنبې په ورځ د چین له جمهور رئیس شي جین پینګ سره د شانګهای په ښار کې وکتل.

د ارگ له خوا په خپره شوې خبر پانې کې راغلي چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولي د پروسې، له تروریزم او افراطیت سره د ګډې مبارزې، د اقتصادي، سوداګریزو او په نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو د دوام او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي شي جین پینګ څرګنده کړه چې د چین او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې به په راتلونکې کې لا نورې هم پراخې شي.

ښاغلی شي، جمهور رئیس کرزي ته وویل چې چین او افغانستان تاریخي دوست هېوادونه دي او جمهور رئیس کرزی د چین یو تاریخي ملګری دی او چینیان خپل تاریخي ملګري نه هیروي.

د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه
تر دې له مخه د چین ولسمشر شي جینگ پنگ نن دوشنبې په اسیا کې د باور د فضا د رامنځ ته کیدلو سیکا په څلورمې سرمشریزه کې د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون او د منگولیا جمهور رئیس سخیا البیکدراج سره لیدنه وکړه.

د چین جمهور رئیس د ملگرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون سره د خبرو په مهال وویل د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې د شخرو د اوارولو یوازنۍ لاره سیاسي حل لاره ده.

ښاغلي شي وویل"د قدرت اوفشار ښودل او د بهر له خوا د قوې استعمال د منلو وړ ندی."

د چین جمهور رئیس زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید د بحران په سیمو کې د سیاسي حل لارو سره موافقه وکړي او ملگري ملتونه هم په دې برخې کې د دوي ملاتړ وکړي.

هغه وویل "د ترهگرۍ په وړاندې مبارزې کې ملگري ملتونه د روښانه معیارونو په وړاندې کولو سره باید تر دې لوې رول ولوبوي چې په مرسته ېې نړیواله ټولنه د ترهگرۍ په وړاندې مبارزې کې پرمختگ وکړي."

د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین په دې غونډې کې د گډون په موخه شانگهای ته تللی د چین دولتي تلویزیون ته وویل چې د اسیا لویه وچه د ترهگرۍ او سخت دریځۍ له ستونزو سره مخامخ دی.

د پاکستان جمهور رئیس وویل "زه فکر کوم چې د سیکا غونډه به په دې ټکو باندې متمرکزه وي چې غړو هیوادو ته د ترهگرۍ، سخت دریځۍ او بیلتونپالۍ په وړاندې د مبارزې په هکله مرسته وکړي."

د چین او روسیې اړیکې
بل خوا ټاکل شوې ده چې د دې غونډې په څنډه کې په روانې اونې کې د چین او روسیې مشران یو بل سره وگوري. د هغه راهیسي چې ښاغلي شي جنگ پنگ د چین د جمهور رئیس په توگه ټاکل شوی، د مسکو او بیجینگ تر منځ اړېکې غښتلې شوي دي.

سیاسي کارپوهه ژنگ لیوا وایي په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په سر اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی اقتصادي اړیکې ېې د اروپا سره راکمې شوي او اقتصاد ېې سوکه شوی نو د مسکو هیلې چین ته زیاته شوي دي.

میرمن لیوا وویل "روسیه اوس له پخوا نه ډیر په تیر بیا په خپلو لرې پرتو ختیځو سیمو کې د چین پانکه اچونې ته اړتیا لري. تر څنگ ېې روسیه د چین اقتصادي او سوداگریزملاتړ ته اړتیا لري."

سیکا یا د اسیا د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړونې د تدبیرونو سازمان، له شاوخوا شلو اسیايي او منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو جوړ دی.

په دغه دوه ورځنۍ غونډې کې چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي د روسیې او افغانستان تر څنگ، د ایران پاکستان او څه د پاسه د لسو هیوادو مشرانو برخه اخیستې ده. دې غونډې کې د جاپان او امریکا مشران ندي راغلي خو دولتي استازې ېې لیږلي دي.
XS
SM
MD
LG