د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د یمګان ولسوالۍ له ودانۍ وویستل شول


 چارواکي وايي افغان ځواکونو وسله وال طالبانو د یمګان ولسوالۍ له ودانۍ ویستلي، خو ۲۷ پتښتول شوي پولیس لا هم له طالبانو سره دي .
چارواکي وايي افغان ځواکونو وسله وال طالبانو د یمګان ولسوالۍ له ودانۍ ویستلي، خو ۲۷ پتښتول شوي پولیس لا هم له طالبانو سره دي .
په بدخشان کې چارواکي وايي افغان ځواکونو وسله وال طالبانو د یمګان ولسوالۍ له ودانۍ ویستلي، خو ۲۷ پولیس لا هم له طالبانو سره دي، طالبانو څو ورځې ورځې پر دغې ولسوالۍ برید کې پنځه پولیس ووژل او وروسته یې ۲۷ نور پولیس له ځانه سره بوتلل .

د یمګان ولسوال امریکاغږ ته ویلي چې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي هغوی یې د ولسوالۍ له ودانۍ ایستلي او محاصره کړي دي.

د بدخشان د یمګان ولسوال نوروز محمد حیدري له امریکاغږ سره په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل چې افغان ځواکونو په یمګان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې عملیات پیل کړي چې په نتیجه کې يې وسله وال د ولسوالۍ له ودانۍ وتلي او محاصره شوي دي.

څلور ورځې وړاندې وسله والو طالبانو پر یمګان ولسوالۍ برید وکړ او دغه ولسوالي يې ولکه کړه او هغه اوه ویشت تنه پولیس چې د جګړې پر وخت ورسره مهمات خلاص شوي وو د قومي سپین ږیرو په منځګړتوب طالبانو ته وسپارل شول.

د یمګان ولسوال وايي چې تر اوسه ددغو اوه ویشت تنو پولیسو سرنوشت معلوم نه دی.

ښاغلی حیدري وايي چې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او د افغان قواو تر محاصرې لاندې دي « وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي، د دولتي قواو په محاصره کې دي چې ژوندي نه شي وتلای، کمانډو او ځانګړو قواو قوي عملیات وکړل چې په نتیجه کې به يې ټول ژوندي ونیول شي.»

خو د بدخشان ولایت د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار مطبوعاتو ته ویلي چې د اوه ویشت تنو پولیسو له ډلې څخه څلور تنه د افغان قواو له خوا موندل شوي او د نورو په اړه معلومات نه لري.

هغه زیاتوي چې په یمګان کې له څلورو ورځو را په دیخوا د وسله والو طالبانو او دولتي قواو تر منځ جګړه روانه ده.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG