د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو ټاکنو کې ۳۵۰۰ محلونه زیات شوي


ارشیف
ارشیف
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو ټاکنو په ورځ د رايي ورکولو ۳۵۰۰ محلونه یې په ټولو ولایتونو کې زیات کړي دي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، خبریالانو ته وویل، دا چې د ټاکنو په لومړي پړاوو کې د محلونو د کموالي په تړاوو شکایتونه موجود ول، پدې دوهم پړاوو ټاکنو کې دوی پرېکړه کړې ده چې ۳۵۰۰ محلونه زیات کړي، او پدې ترتیب به د رايي ورکوونکو ځواب ووايي.

احمد یوسف نورستاني وویل ‪"‬په لومړي پړاوو ټاکنو کې مونږ څه باندې شل زره د رايي ورکولو محلونه درلودل، اوس مونږ ۳۵۰۰ نور محلونه زیات کړي دي، په دوهم پړاوو ټاکنو کې ۲۳۳۱۲ د رايي ورکولو محلونه به موجود وي.‪"‬

تور لست

ښاغلی نورستانی وايي، د ټاکنو په لومړي پړاوو کې ددغه کمیسیون ۵۳۸۸ کارکوونکي چې د ټاکنو له اصولو یې سرغړونې کړي دي، په تور لست کې شامل کړي دي.

د ټاکنو د کمیسیون په تور کې لست شامل د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکي به په دوهم پړاوو ټاکنو کې بیا نه ګمارل کیږي.

ښاغلي نورستاني وویل، په تور لست کې شامل کارکوونکي زیاتره د یوې ورځې کارکوونکي یا ډي ایس پي ول، دوی وايي دا پلټنه یې هم پيل کړې ده چې ایا ولایتي مشران هم د ټاکنو د اصولو په سرغړونو کې ول او کنه.

د ټاکنو د کمیسیون مشر وايي، دوی دا هم پلټې که د تور لست غړي عدليي ارګانونو ته د عدليي تعقیب لپاره معرفي کړي.

څارنه

د ټاکنو د کمیسیون مشر وايي، د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو دواړو ټاکنو ته یې د پنځه ویشت زره ناظرینو یا څارونکو کارتونه ویشلي، خو دغو دواړو کاندیدانو ترې د لس زره زیاتو کارتونو غوښتنه کړې ده، چې په ويناء هر یو کاندید به د ۳۵ زره ناظرینو کارتونه ترلاسه کړي.

ښاغلی نورستانی وايي، د ولسمشرۍ په لومړي پړاوو ټاکنو کې ۳۵۰ زره ناظرینو ترې د نظارت باور پاڼې اخېستې وې، خو ۳۰ په سلو کې څارونکو له ټاکنو څارنه نده کړې.

هغه وايي، حکومت ته یې د هغو حکومتي چارواکو لست سپارلی چې په ټاکنو کې یې لاسوهنې کړي دي، ښاغلي نورستاني وویل، له ولسمشر کرزي یې هم غوښتي چې د حکومتي چارواکو د نه لاسوهنې په تړاوو فرمان صادر کړي.

ښاغلي نورستاني، د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي وغوښتل چې په ټاکنیزو مبارزو کې د خلکو قومي احساسات و نه پاروي او دا ټاکنیزې مبارزې د ټاکنو د قانون د اصولو په مطابق پرمخ بوځي.

فیفا

بل لورته د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ټاکنو د څارنې بنسټ یا فیفا د ټاکنو په کمیسیون غږ وکړ، چې د ولسمشرۍ د لومړي پړاوو تېروتنې دې اصلاح کړي ترڅو په دوهم پړاوو کې بیا تکرار نه شي.

دغې ادارې په دوهم پړاوو کې د اصلاحاتو د راوستو په تړاوو راپور هم خپور کړ، پدغه راپور کې راغلي، چې د ټاکنو په ورځ د رايي پاڼو کموالی، د ټاکنو په لومړیو ساعتونو کې څارونکو اجازه نه ورکول، عمده ستونزې وې چې د ټاکنو کمیسیون دې ورته غور وکړي.

د فیفا ویاند فهیم نعیمي ویلي، چې په لومړي پړاوو کې جدي ستونزې وې او باید اوارې شي.

بل لورته د ټاکنو د کمیسیون مشر بیا، د رايي پاڼو د کموالي ستونزه یوه سیاسي کیسه ګڼي چې د نوماندانو له خوا پورته شوې، خو مني چې په ځینو سیمو کې دا ستونزه وه چې په دوهم پړاوو کې به اواره شي.
XS
SM
MD
LG