د لاس رسي وړ اتصالات

د احمدزي په ټیم کې احمد ضياء مسعود ته ځانګړی ځای


ارشیف
ارشیف
د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي او احمد ضيا مسعود ترمنځ نن په یو لاسلیک شوي تړون کې، د دوهم پړاو په ټاکنو کې د ښاغلي احمدزي د بریا په صورت کې احمدضياء مسعود ته د حکومت د اجرائیوي رئيس څوکۍ په پام کې نیول شوې ده.

د احمد ضياء مسعود په کور کې د یکشنبې په ورځ، د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو ټاکنو کاندید اشرف غني احمدزي په داسې حال کې چې د هغه دواړه مرستیالان جنرال عبدالرشید دوستم او محمد سرور دانش هم حاضر ول، دا پرېکړه وشوه چې که په ټاکنو کې واک ته ورسیږي نو د حکومت په تشکیلاتو کې به اجرائیوي رئيس پوست رامنځته کوي.

پدغه تړون کې راغلي، که په ټاکنو کې بریالي شي، د ولسمشر د لوړې له مراسمو وروسته به ولسمشر د یوه تقنیني فرمان په اساس دغه پوست رامنځته کوي.

احمدضياء مسعود به د اقتصادي وزیرانو د کمېټې مشري هم کوي.

په تړون کې دا هم ویل شوي، چې لویه جرګه به راغوښتل کیږي او د لويي جرګې له لارې به په اساسي قانون کې تعدیلات راوستل کیږي.

پدغو تعدیلاتو کې به د ولسمشر د یوه بل مرستیال څوکۍ د مشخصو صلاحیتونو په لرلو سره رامنځته کیږي.

د اشرف غني احمدزي په ټیم لویه نیوکه دا وه، چې د ټیم په جوړښت کې تاجکانو ته ځای ندی ورکړل شوی.

پدغه تړون کې دا هم ویل شوي، چې احمدضياء مسعود به د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو سره په سلا مشورو، دندو، ګمارنو کې ګډې پرېکړې کوي.

تړون دا هم وايي، چې د تاجکانو د ګمارنې، او د لسو کلونو د عرف په اساس په سیاسي مشارکت کې د احمد ضيا مسعود ونډه به له واک ډکه وي.

اشرف غني احمدزي خپل ټیم مربع یاد کړ، وې ویل چې د احمد ضياء مسعود په ورتګ یې ټیم له مثلث مربع شوی دی.

اشرف غني احمدزي وویل‪"‬زه، زما دواړه مرستیالان او ښاغلی احمدضياء مسعود به په ګډه تصمیم نیسو.‪"‬

بل لورته احمدضياء مسعود وویل، چې د ملي یووالي د ټینګښت لپاره یې دا کار کړی دی.

پدغه تړون کې دا هم راغلي، چې د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې به د احمدضياء مسعود عکس هم لګول کیږي.
XS
SM
MD
LG