د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: هیله ده نوی افغان ولسمشر امنیتي تړون لاسلیک کړي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما په بګرام کې امریکايي عسکرو ته وویل چې هیله من دی چې د نوي افغان ولسمشر سره به امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ښاغلي اوباما په افغانستان کې د خلورو ساعتونو تم کیدو نه وروسته جرمني ته تللی دی.

د امریکا ولسمشر، د وژل شویو امریکايي عسکرو د یاد د ورځې، یا Memorial Day، په خاطر افغانستان ته تللی و چې د امریکايي عسکر او قوماندانانو سره وګوري.

د افغانستان د سفر نه وروسته، بارک اوباما جرمني ته ولاړ چې په جرمني کې د امریکا په پوځي روغتون کې د ټپي شوو امریکايي عسکرو پوښتنه وکړي.

په بګرام کې هغه د امریکايي عسکرو نه مننه وکړه او هغوی یې «اصلي اتلان» وبلل.

ښاغلي اوباما افغانستان ته د خپل ناڅاپې سفر په اړه وویل « زه پوهیږم چې [اوس] یو لږ ناوخته دی، خو نږدې راغلی وم او فکر مې وکړ چې یو ځل باید راشم.»

ولسمشر اوباما وویل چې د امریکا تر ټولو لویې جګړې، امریکا ته امن راوړی دی. هغه زیاته کړه «تاسو د نورو بریدونو مخه ونیوله او په امریکا کې مو د امریکایانو ژوند خوندي کړ. د نړۍ په دغه سیمې کې القاعده د له منځه تلو په حال کې ده او دغه ستاسو [د هڅو] نتیجه ده.»

هغه وویل چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د دیموکراسۍ د راوستلو سره مرسته کړې ده.

ښاغلي اوباما وویل:
« د تیرې میاشتې د انتخاباتو په اړه فکر وکړی. که څه هم د طالبانو ګواښونه موجود وو، خو افغانانو د دوی ګواښونه و نه منل. په میلیونو افغانانو رایې واچولې. او راروانه میاشت به د دوهم پړاو انتخابات وشي، چې دغه بیا د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د واک د دیموکراتیک انتقال په پروسې کې یو بل مهم ګام دی.»

هغه وویل چې په افغانستان کې اوس هم ستونزې شته، چې پکښې د امریکا او افغانستان ترمنځ د تړون په لاسلیکیدو کې ځنډ هم شامل دی. تړون به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته د امریکایانو نقش تعین کړي.

ښاغلي اوباما په دې اړه وویل
د دوه اړخیز امنیتي تړون په اساس، که داسې فکر به وکړو چې لاسلیک شو، موږ به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته محدود پوځي حضور ولرو.

هغه زیاته کړه « دا ځکه چې د ټولو قربانیو نه وروسته، چې موږ ورکړي، موږ غواړو هغه لاس ته راوړني وساتو چې ستاسو په مرسته مو لاس ته راوړي دي. او موږ به دا اطمیناني کړو چې هیڅکله به هم بیا افغانستان زموږ د هیواد خلاف د بریدونو لپاره استعمال نه شي.»


که څه هم د امریکا ولسمشر افغانستان ته ولاړ خو د ولسمشر کرزي سره یې ملاقات و نه کړ. د ارګ نه په یوې خپرې شوې خبرپانې کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د امریکا سفارت د ولسمشر کرزي نه غوښتې و چې په بګرام کې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما سره وګوري.

خبرپانې کې راغلي دي چې ښاغلي کرزي د امریکا د سفارت دغه غوښتنه نه ده منلې. په خبرپانې کې دا هم ویل شوي دي چې ښاغلي کرزي ویلي دي چې « د افغانستان دولت تیار دی چې د امریکا د ولسمشر نه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې هرکلی وکړي خو ولسمشر کرزی پلان نه لري چې بګرام ته ولاړ شي او د ولسمشر اوباما سره وګوري.»

د چهارشنبې په ورځ به ولسمشر اوباما په امریکا کې د ویست پاینټ په پوځي اکاډمۍ کې وینا وکړي. هغه به په نړۍ کې د امریکا د نقش په اړه د خپل لید په تړاو خبرې وکړي.

په امریکا کې یو شمیر منتقدین وايي چې که څه هم د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې ګواښونه ډیر شوي دي، خو د اوباما اداره د بهرنۍ پالیسۍ په برخې کې [د ګواښونو په تړاو] دومره فعاله سیاست نه لري.

اوس هم تمه کیږي چې ښاغلی اوباما به د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په ارتباط، په دیپلوماسۍ او څو اړخیز سیاست باندې تمرکز وکړي او د امریکا پوځ به د تیارسۍ په حال کې وساتي.
XS
SM
MD
LG