د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره هند ته لاړ


ارشیف
ارشیف
ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې په سهار د هند د نوي ټاکل شوي صدراعظم نریندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه هند ته لاړ.

ټاکل شوې، چې د هند صدراعظم او د بي جي پي د گوند مشر نریندرا مودي په نوي ډهلي کې د لوړې مراسم پرځای کړي.

له افغان ولسمشر پرته، د پاکستان صدراعظم نواز شریف، د سریلانکا ولسمشر او د ځینو نورو هیوادونو مشرانو ته هم د نریندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي، چې د ولسمشر حامد کرزي دغه سفر به د دوو ورځو لپاره وي او د هند له نورو لوړ پوړو چارواکو سره به هم لیده کاته وشي.

سیاسي څېړونکي وايي، د هند په ټاکنو کې چې له پنځه سوه میلونو نه زیاتو هندي رايي ورکوونکو برخه اخېستې وه، د بي جي پي د ګوند بریا او د نریندرا مودي راتګ په سیمه اغیز لرلی شي.

له ولسمشر کرزي سره پدغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار هم مل دي.

ښاغلی کرزی په داسې حال کې هند ته ځي، چې د تېرې جمعې په ورځ په هرات کې د هند په قونسلګرۍ وسله والو بریدونه کړي دي.
XS
SM
MD
LG