د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د ملي اردو د منسوبینو په موټر برید شوی


 ه دغه پیښه کې دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي‌
ه دغه پیښه کې دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي‌
د کابل ښار د قلعه زمانخان په سیمه کې د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په ٣:١٥ دقیقو د ملي اردو د منسوبینو په موټر یو ځانمرګی برید وشو چې په کې دوه تنه وژل شوي او ٩ ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا پیښه تاييد کړې او ویلي دي چې د ملي‌ اردو د منسوبینو موټر د یو ځانرگي برید کوونکي له خوا چې په یو موټر سایکل سپور و، په نښه شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پیښه کې دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي‌ دي، خو د وژل شویو او ټپیانو په هکله یې جزیات نه دي‌ ورکړي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي هم دغه پیښه تایید کړې، خو د پيښې د تلفاتو په هکله یې جزیات نه دي‌ ورکړي.

وسله والو طالبانو ددغه پیښې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چې د ملي اردو یو بس موټر یې په نښه کړی او تلفات یې پکې اړولي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي‌ ددغې چاودنې له امله د نږدې کورونو د کړکیو ښیښې ماتې شوي دي او خلکو ته یې هم زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په کابل ښار کې د ملی دفاع وزارت د عملې په بس ځانمرګی برید په سختو ټکو غندلی دی.

ښاغلی کرزی په داسې حال کې چې د هند د نوي منتخب صدراعظم د لوړې په مراسمو کې د ګډون په هدف هغه هېواد ته تللی دی، د دغې تروریستي پیښې له پیښیدلو خواشینی شوی او دغه عمل یې د افغانستان د خلکو د هغو دښمنانو کار بللی چې نه غواړي افغانستان یو پیاوړی امنیتي ځواک ولري.

ښاغلي کرزي ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنان به په خپلو دا ډول غیر اسلامي عملونو سره هیڅکله هم د هېواد ساتنې په لاره کې د امنیتي ځواکونو عزم او اراده کمزوري نه کړي.

ښاغلي کرزي د دغه برید د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب هم وړاندې کړي دي.
XS
SM
MD
LG