د لاس رسي وړ اتصالات

خبریالان: د ټاکنو په ورځ د ناامنیو راپورونه نه خپروو


د ځینو سیمه ایزو رسنیو مسؤلو مدیرانو پرېکړې کړې ده چې د ټاکنو په ورځ به د ناامنیو، په اړه رپوټونه نه خپروي.

د ازادو رسنیو ملاتړې اداره نی او انټرنیوز وايي، دا پرېکړه د رسنیو د مدیرانو په ملي کنفرانس کې شوې او په ويناء یې د رسنیو مدیرانو ویلي چې د ټاکنو په ورځ به د ځانمرګو بریدونو او چاودونو چې د وسله والو مخالفینو له خوا کیږي، خبرونه نه خپروي.

دوی پرېکړه کړې چې د ټاکنو د ورځې تر پایه او د رايي ورکونې د پروسې تر ختمېدو به د ناامنیو د پېښو له خپرولو ډډه کوي.

د ازادو رسنیو ملاتړې اداره یا نی وايي، د محلي رسنیو د مسؤلو مدیرانو پدغه ملي کنفرانس کې چې د دوشنبې په ورځ دایر شوی وو، د ګڼو ولایتونو نه له سلو زیاتو مسؤلو مدیرانو برخه اخېستې وه.

د سیمیزو رسنیو مدیرانو له نړیوالو رسنیو چې افغانستان ته خپرونې لري، هم سپارښتنې کړي دي، چې د دوی دغه پرېکړې ته احترام وکړي.

دا غونډه د اسټرالیا د پرمختیايي سازمان په ملتیا دایره شوې ده.

ددغه کنفرانس په پرېکړه لیک کې راغلي، چې رسنۍ به د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو ټاکنو کې د ژبنیو، قومي او سیمیزو مسائلو په تړاوو هم خپرونې نه کوي.

دوی دا هم ویلي، چې رسنۍ دې د نوماندانو د توهین او تحقیر له خبرونو او خپرونو هم ډډه وکړي.

د محلي رسنیو د مسؤلو مدیرانو پدغه کنفرانس کې ویل شوي، دا چې د ټاکنو په لومړي پړاوو کې د ټاکنو په ورځ رسنیو د ناامنیو راپورونه ور نه کړل نو پدې خاطر خلکو په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ او دا ځل هم ورته دریځ غوره کوي.
XS
SM
MD
LG