د لاس رسي وړ اتصالات

اوکرایني جنگي الوتکو د دونیڅک هوايی ډگر بمبارد کړ


اوکراین هوایي ځواکونه 1

اوکراین هوایي ځواکونه 1

د اوکراین هوایي ځواکونو د هغه هیواد د ختیځ ښار دونیڅک هوایي ډگر وروسته له هغې بمبار کړ چې روسیې پلوه بیلتون غوښتونکو ونیولو.

په داسې حال کې چې د اوکراین ځمکنې ځواکونه هم سیمې ته رسیدلې دي، په ختیځ کې د اوکراین د ځواکونو ویاند ویلي دي چې وسله والو ته یې د وسلې د کیښودو او د هوایي ډگر د پریښودو اخطار ورکړی دی.

تر دې وړاندې نوې ټاکل شوي ولسمشر پیترو پوروشینکو روسیه پلوه بیلتون پالو ته سخت گواښونه وکړل او هغوی ېې وسله وال غله او تخریبکاران وبلل.

بلخوا د یکشنبې د ورځې له انتخاباتو وروسته په کیف کې ظاهري وضعیت ارام ښکاري، خو خلک د راتلونکې سیاسي وضعې په هکله اندیښمن دي.

ولادیمیر نومی اوکراینی د خپل اولسمشر په هکله وایي " فکر کوم هغه به ختیځ ته ډیره پاملرنه وکړي. مخکې هیچا مسؤلیت نه اخیستلو. د ثبات رامینځته کولو ته اړتیا لرو.»

بله اوکراینۍ اناستاشیا بیا وایي " زموږ تر ټولو اولنی کار د اروپایي ټولنې غړیتوب اخیستل دي چې پر خپلو پښو ودریږو، کیریمیا، دونباس او لوهانڅک او ټول ختیځ بیرته خپل کړو، او ورپسې د هیودا نورې مسلې حل کړو.

خو ایوان نومی اوکراینی وایي " تر ټولو مهم کار د روسیې سره سوله کول دی. اشغالوونکی باید خپله غلطي ومني او له خپل ځواکونه بیرته ور وغواړي.

په تیرو څو میاشتو کې اوکراینیانو ډیر جنجالونه ولیدل. کیریمیا روسیې ونیوله، او په ختیځ کې وسله وال ازادي غوښتونکی خوځښت روان دی او په همدې خاطر په ختیځ کې د انتخاباتو ډیر مرکزونه تړلي وو.

د اروپایي ټولنې د همکاری او امنیت د سازمان، لخوا د انتخاباتو څارونکی جاوو سورس وایي چې د انتخاباتو پایلې باید ومنل شي " دغو انتخاباتو د اوکراین د خلکو دیموکراتیکه روحیه څرگنده کړه. دوی له موقع استفاده وکړه او د رایو د صندوقونو له لارې یې خپله اراده څرگنده کړله.

د امریکا د کانگرس پخوانی غړی مارک گرین د انتخاباتو څارونکی وو، ده امریکا غږ ته وویل چې د ختیځ په رایو د انتخاباتو پایلې نه بدلیدلې " موږ ولیدل چې په هیواد کې د انتخاباتو شرایط برابر وواو په ازاده او عادلانه توگه د هیواد په ډیره برخه کې وشول.

دواړه، گرین او سورس د اوکراین د ولس ژمنه ستایي چې په سختو شرایطو کې یې عادلانه ټاکنې وکړې. خو ښاغلی گرین زیاتوي چې ټاکنې ددې هیواد د ډیرو ستونزو د حلولو پر لور لومړی گام دی، اساسي کار له دې وروسته پیلیږي.
XS
SM
MD
LG