د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی:هرات کې د هند په قونسلگرۍ برید لشکر طیبه کړی


د کرزي سره د مودي لنډه لیدنه
د کرزي سره د مودي لنډه لیدنه

حامد کرزي هند ته د سفر په ترڅ کې د لشکر طیبه ډله په هرات کې د هند پر قونسلګرۍ باندې په برید کې په لاس لرلو تورنه کړه.

جمهور رئیس حامد کرزی د لشکرطیبه وسله واله ډله په داسې حال کې د هند پر قونسلګرۍ باندې په برید تورنه کړه چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف د هند له نوي صدراعظم نریندرا مودي سره لیدنه وکړه.

که څه هم د سې شنبې په ورځ د عبدالله غزنوي په نوم یو سړی چې ځان د لشکر طیبه د ډلې ویاند بولي په هرات کې د هند په قونسلگرۍ په برید کې د لشکر طیبه ښکیلتیا رد کړه، خو د هند یو تلویزیون ته جمهور رئیس کرزي ویلي؛ د هغو معلومات له مخې چې یوه برخه یې د یوې لویدیځې استخباراتي ادارې له خوا ورته ورکړل شوې ده، دا برید لشکر طیبه ترسره کړې.

بل خوا د سې شنبې په ورځ د هند نوي صدراعظم نریندرا مودي د نورو آسیايي هیوادونو د مشرانو تر څنگ د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي او د خپل سیال هیواد د پاکستان صدراعظم سره لیدنه وکړه.

حامد کرزی د سه شنبې په ورځ د هند له سفر څخه بیرته افغانستان ته ورسید.

د مودي او شریف د لیدنې جزئیات

د ښاغلی مودي او نواز شریف د یو ساعته لیدنې کتنې په هکله تر اوسه نور جزئیات ندي په ډاگه شوي.

خو وویل کیږي چې د دواړو هیوادو مشرانو به په دریو مسلو خبرې کړې وي.

اول - موډي به د نواز شریف نه غوښتي وي چې پر ممبئ باندې د ٢٠٠٨ میلادي کال برید پلټنې دې گړندۍ کړي.

دویم- په پاکستان د میشتو اسلامپاله ترهگرو ډلو په وړاندې دې اقدام وکړي چې پر هند باندې د بریدونو مخه ونیول شي.

دریمه - مسله به د کشمیر د راتلونکې په هکله وي چې د پاکستان د جوړیدو نه تر اوسه د دواړو هیوادو تر مینځ درې ځلې جگړه پرې شوې ده.

د دهلي د جومات ملا امام سید احمد بخاري هند ته د نواز شریف راتگ په هکله وویل
"هغه غواړي چې د دواړو هیوادوترمینځ اړیکې ښې شي او اختلافات له منځه لاړ شي. هغه غواړي چې د دواړو هیوادونو خلک په سوله کې ژوند وکړي، هغه زېاته کړله چې ما دلته سولی پېغام راوړی دی"

څیړونکي وایي د مودي د لوړې په مراسمو کې د نواز شریف گډون د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو په لار کې یو ښه گام دی.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات
په دې ورستیو کې د نوازشریف حکومت د پاکستاني طالبانو سره مذاکرې پیل کړې خو کومې مثبتې نتیجې ته ونرسیدل. تیره اونۍ د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې پراخ عملیات پیل کړ چې په ترڅ کې ېې د پاکستاني پوځ په وینا ٦٠ ترهگر ووژل.

د امریکا د هیرتج په څیړنیز بنیاد کې لیزا کرتس دا عملیات د ترهگرو په وړاندې یو فعاله اقدام بولي او وایي"زه فکر کوم چې د پاکستان حکومت په یو وخت کې غبرگ د مذاکرې او مبارزې ستراتیژي په مخ بیایي. زه په شمالي وزیرستان کې ورستي عملیات د دغه ستراتیژۍ یوه برخه بولم."
د هند او پاکستان مشرانو په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره مخامخ وکتل
د هند او پاکستان مشرانو په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره مخامخ وکتل
په واشنگتن کې د سولې د انستیوت څخه معید یوسف بیا وایي د داسې یاغي توپ سره مبارزه به ډیر وخت ونیسي.

"دا عملېات به د ځینو ډلو ځالې ویجاړې کړي. د هغوي د شتون ځاېونه به بمبارد کړي او هغوی به د تیښتې ته اړ کړي، خو د وخت د تیریدو سره به هغوي بیا ځانونه منسجم کړي او نورې ځالې به پیدا کړي او دا بهیر به دوام ولري"

په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو سره د مذاکرو په هکله بیلابیلې نظریې موجودې دي.

ځیني سیاسي گوندونه اوس هم لا د طالبانو سره د سولې مذاکرې د تر سره کولو غوښتنکي دي حال دا چې ځینې نور بیا د دې نظریې د کامیابیدو په اړه ډیر هیله من ندي.

ښاغلی یوسف وایي
"د پاکستان لپاره مطلوبه لاره داده چی مذاکرات دوام وکړي. هغه خلک چې غواړي خبری وکړی یا هغه خلک چې فکر کوي ماتې ېې خوړلې ده د حکومت د اصولو مطابق مذاکرې به ورسره جاري وي. زه فکر نکوم چې تر اوسه پورې حکومت په دې برخه کې برلاسی دی."

اکثره کارپوهان په دې اند دي چې که چېرې د پاکستاني طالبانو د قدرت په ضعیفولو کې د پاکستان د پوځ ورستي عملیات کامیابه شي نو بیا به د سولې مذاکرې هم مثبتې نتیجې ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG