د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزي او شریف له خبرو وروسته بیا د توغنديو بریدونه


ارشیف

ارشیف

په کونړ کې ولایتي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په سرحدي ولسوالیو دتیرې شپې راهیسې د سهار تر اوو بجو اته ویشت توغندي لګیدلي دي خو چا ته پکې د سر زیان نه دی پیښ شوی.

د توغندیو دا بریدونه په داسې حال کې شوی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر دغه وزارت ته غوښتی او په دې مسله یې ورته د افغانستان احتجاج وړاندې کړی دی.

همدا شان د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر حامد کرزي هم تیره ورځ په ټلیفون د پاکستان د صدراعظم سره ددغه هیواد له خاورې په افغان سرحدي ولسوالیو د توغندیو د بریدونو د دوام په مسله خبرې کړي دي.

د ارګ نه په خپور شوي بیان کې وویل شوي چې ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ماښام د نواز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې یې د کونړ ولایت په بیلابیلو سیمو د پاکستاني توپخانې پر ډزو یې خپله اندېښنه هغه ته ښکاره کړه.

ددغو خبرو په ترڅ کې، د پاکستان صدراعظم ویلي چې له افغاني لوري څخه تروریستان پاکستان ته ور اوړي او په دغه هیواد کې عملیات کوي.

ددغه بیان له مخې ولسمشر کرزي د پاکستان صدراعظم ته ویلي چې له کلونو راهیسې د پاکستان لخوا تروریستان افغانستان ته راځي، خو افغانستان هېڅکله پر ملکي خلکو او وګړو د توپخانې ډزې نه دي کړي، ځکه چې ملکي خلکو ته ځاني او مالي تاوان باید په هېڅ صورت ونه رسیږي.

په دغه بیان کې وویل شوي چې په مقابل کې د پاکستان صدراعظم جمهور رئیس حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې له خپلو مربوطه اداراتو سره به دا موضوع وڅېړي او ورته به د حل لاره ولټوي.

د ارګ نه په خپور شوي یو بل بیان کې ویل شوي چې ولسمشر کرزي دا مسله د چهار شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو د قوماندان جنرال جوزف ډنفورد او په کابل کې د امریکا د سفیر جیم کننګهم سره په یوه غونډه کې مطرح کړې ده.

په دغه غونډه کې جمهور رئيس کرزي پر کنړ ولایت د پاکستان د وروستيو راکیټي بريدونو په اړه معلومات وغوښتل چې ددغه بیان له مخې جنرال دنفورد پر افغانستان د راکیټي بریدونو او پر کنړ ولایت د توغول شویو راکیټونو په اړه بې خبري څرګنده کړه، ويې ویل چې مطبوعات په دې اړه د رپوټ په وړاندې کولو کې مبالغه کوي.

دا بیان وایي چې ورپسې د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي پر افغانستان د دیورند د کرښې له هغې خوا څخه د راکیټي بریدونو په اړه معلومات ورکړل، وویل چې په تیرو دوو ورځو کې څه باندې ۳۰۰ راکیټونه د دیورند د کرښې له هغې خوا پر کنړ ولایت توغول شوي دي چې له ۱۲ ډېر ولسي وګړي يې ټپیان کړي او یوشمیر کورونه يې له منځه وړي دي.

په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال شیرمحمد کريمي همداراز په دې اړه چې آیا په دې برخه کې له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې شوي دي، وویل چې د پاکستان له لوی درستیز سره يې اړيکه نيولې او هغوی د دغو راکیټي بریدنو څخه انکار کړی دی.

د ارګ نه خپور شوی بیان وایي چې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف دنفورد او په افغانستان کې د امریکا سفير جمیز کننګهم څرګنده کړه چې دغه موضوع به له پاکستاني چارواکو سره مطرح کړي.

دا بیان وایي چې ولسمشر کرزي په غونده کې ټينګار وکړ چې له هغې مخکې چې د افغانستان حکومت بل اقدام ته مجبور شي، د دغو راکیټي بریدونو په اړه به له پاکستاني چارواکو څخه جدي وضاحت وغواړي

د پاکستان له خاورې د افغانستان په سرحدي ولایتونو په ځانګړې توګه دکونړ ولایت په سرحدي ولسوالیو د اوږدې مودې راپدې خوا د توغندیو بریدونه کیږي خو په روانه هفته کې په دغو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کونړ ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیلي وايي چې یوازې په روانه هفته کې د کونړ ولایت په دریو سرحدي ولسوالیو له درې سوه نه زیات توغندي پریوتي چې له امله یو تن ملکي کس وژل شوی او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

په کونړ کې ولایتي چارواکي وايي چې ددغو توغنیدو د دوام له امله د شیګل او ډانګام ولسوالیو نه ۱۸۰ کورنۍ نورو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

د کونړ په ولایت د توغندیو د بریدونو مسله د چهار شنبې په ورځ د افغانستان په ملي شورا کې هم د وکیلانو د بحث توده مسله وه.

ولسي جرګې د چهار شنبې د ورځې په غونډه کې وکیلانو د پارلمان له ریس نه وغوښتل چې په دې مسله دې افغان حکومت سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG